د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين پارلیمان هانګ کانګ لپاره د ملي امنيت قانون منظور کړ


د چین ملي امنیت قانون ضد په هانګ کانګ کې پراخې مظاهرې راپارولې
د چین ملي امنیت قانون ضد په هانګ کانګ کې پراخې مظاهرې راپارولې

د دې نوي قانون پرضد په هانګ کانګ کې د مظاهرو نوی پړاو پيل شوی او د چين یې له امريکا او بريتانيا سره اړيکي نورې ترينګلې کړي دي.

د چين نېشنل کانګرس د مې پر ۲۸مه د قانون منظوري ورکړه.

د دي قانون له مخي به چين د هانګ کانګ د ملي امنيت سازۍ چارې په خپل کې لاس کې اخلي.

د هانګ کانګ اوسېدونکي، کاروباريان او غربې هېوادونو ويره ښولي چې دې ګام سره به د سيمي ځانګړې حثيت، ولسي ازادۍ ختمه شي او دا به سياسي هلو ځلو ځپلو لپاره کارول کېږي.

په هانګ کانګ کې د مې پر ۲۴مه په زرګونو جمهوريت پلویانو د کورونا وايرس له وجې پر غونډو د بنديز باوجود مظاهره کړي وه.

خو د هانګ کانګ مشر کېري ليم وايي، د ښار ازادۍ به پرځاي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG