د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروان کې ۷ افغان سرتېري او زابل کې ۱۸ طالبان وژل شوي


د افغان ځواکونو عملیات
د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان پروان ولايت چارواکو ويلي دي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې اووه افغان امنيتي سرتېري وژل شوي.

افغان چارواکو د بريد ذمه واري پر وسله والو طالبانو اچولي.

دا په افغانستان کې د اور بند پای ته رسېدو وروستۍ خونړۍ پېښه ده.

د پروان ولايت والي وياندې وحيدې شاهکار نن د مې پر ۲۸مه، وويل چې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کړي.

دې زياته کړه چې په بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې پوليسو مشر حسين شاه ويلي دي چې وسله والو پوستې ته اور ورته کړو چې په کې پنځه سرتېري ووژل شول او دوه نور په ډزو وژل شوي.

تر اوسه طالبانو د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.

افغان حکومت پر وسله والو غږ کړي وو چې اوربند وغځوي چې د ځنډ ښکار امن خبري بیرته پيل شي.

د اوربند پر مهال افغان چارواکو تر زرو طالب بنديان خوشې کړي وو.

د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹ مې د موافقې برخه ده.

د موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

د طالبانو يو لوړ پوري غړی د مې پر ۲۷ فرانس خبري اژانس ته ويلي وو چې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغان امنيتي سرتېرو د خوشې کولو پلان لري.

دا په داسي حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې پر ۲۶مه ويلي وو، له افغانستانه د ځواکونو اېستو نېټه نه ده ټاکلې.

بلخوا د افغانستان د زابل ولایت په شاه جوي ولسوالۍ کې سیمه‌ییز چارواکي د ۱۸ طالبانو د وژلو ادعا کوي.

د زابل د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وویل چې د مې پر ۲۸مه د شاه جوی ولسوالۍ د جعفر او قیوم کلا په سیمو کې هوایي ځواکونو طالبان په نښه کړل.

هغه زیاته کړه: "د وسله ‌والو مخالفانو له لوري زموږ پر اکمالاتي کتار برید وشو چې د نظامي شورا د پرېکړې په اساس د ګډو ځواکونو او هوایي ځواکونو په ملتیا پر وسله ‌والو بریدونه وشول چې ۱۸ تنه په ‌کې ووژل شول."

امیري زیاته کړه چې له بده مرغه په دې نښته کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې په زابل کې حکومتي ځواکونو د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي.

د اختر تر درې ورځني اوربند وروسته په افغانستان کې نښتې یو مخ کمې شوې دي او د اوربند پر مهال هم دواړو لورو حکومت او طالبانو ویلي و که مقابل لوری حمله وکړي دوی به ځوابي برید وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG