د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې ټولبند د رېستورانونو زرګونه کارګران بېروزګاره کړي


د بلوچستان يو رېستوران

د بلوچستان په کوټه ښار کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د حکومت لخوا ټولبند ولګول شو او سلګونه رېستورانونه بند کړل شول چې لا هم د بيا پرانيستو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بلوچستان د هوټلونو او رېستورانونو د اتحاديې په وينا په کوټه ښار کې دا وخت د ۶۰۰ په شاوخوا کې لوی او واړه رېستورانونه موجود دي چې څه باندې ۱۵۰۰۰ کسانو کار پکې کاوه.

د ۲۰۲۰م کال د مارچ له ۲۰مې چې کله دا رېستورانونه د حکومت لخوا بند کړل شول نو ټول کارکوونکي يې پر کور کښېناستل.

د يادې اتحاديې يو مشر او د "بلنې رېسټورانټ" څښتن عباس صادق کاسی وايي چې د حکومت لخوا د مرستو ژمنې ورسره وشوې خو تر اوسه نه دي عملي شوي او د بند رېستوران بلونه لا د پاسه ورلېږل کېږي.

"موږ ته د ګېس او بجلۍ بلونه راغلي چې هر يو يې تر يو او يونيم لکه روپیو پورته دی. دلته ۹۸ فيصده خلکو په کرايه باندې رېستورانونه اخيستي چې له دوه لکه څخه نيولې بيا تر څلور لکه روپيو پورې کرايې ورکوي. هلته د کاريګرو لخوا پيغامونه راځي چې څه مرسته ورسره وکړو خو موږ هم دلته خالي لاس ناست يو. لګښتونه پرې کوو خو ګټه مو نشته."

کاسی زياتوي چې دوی حکومتي کمېټۍ ته وويل چې د دوی له کاريګرو سره دې مرستې وکړي يا د رېستورانونو کرايې پرې کړي خو حکومتي کمېټۍ ورته وويل چې دوی دومره وس نه لري.

"ما له ۶۰ زيات کاريګران رخصت کړي دي. زما سره دا مهال ۱۰ کسان کار کوي چې دوه يا درې چوکيداره، دوه درې باغوانه، يو څو د صفايي والا او يو څو خدمتګاره دي. د هر يوه له موبايله مې د حکومت ټاکل شوې شمېرې ته پيغام ولېږی چې ۱۲۰۰۰ روپۍ مرسته ورسره وکړي خو يوه هم مرسته تر لاسه نکړه."

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته د مارچ پر ۲۷مه له بېوزله کورنيو سره د مرستو لپاره د احساس پروګرام په نوم د نغدي مرستو لړۍ پیل کړه.

د دې پروګرام له مخې به ۱۴۴ اربه روپۍ په يو کروړ ۲۰ لکه بېوزله کورنيو کې وېشل کېږي او د کورنۍ پر سر به ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکول کېږي.

په کوټه کې د "تکتو نايټ" په نوم د يو بل رېستوران څښتن احسان ترين وايي چې د ټولبند له کبله نه يوازې دی خپله بلکې د ده کاريګر او نور اړونده کسان هم ورسره اغېزمن شول.

"زما سره په رېستوران کې ۷۰ کسانو کار کاوه او د دوی يوازې تکيه پر همدې مياشتنۍ تنخا باندې وه چې ما به ورکوله. دا کسان بل داسې هنر هم نه لري چې بل کار وکړای شي نو ټول بېروزګاره شول او پر کورونو ناست دي. بل دا يو زنځير و ځکه چې زموږ سره د غوښو والا، سبزيانو والا، شيدو والا او داسې نورو کسانو هم کار کاوه او مالونه به يې راوړل نو هغه هم بېکاره شول."

د احسان ترين په خبره د رېستورانونو له بندېدو وروسته حکومت کورونو ته د خوراک رسولو اجازه هم نه ورکول. خو د ده په خبره که څه هم حکومت اوس کورونو ته د خوراک رسولو اجازه ورکړې خو په دې د دوی لګښتونه نه پوره کېږي.

د کوټې ښار ډپټي کمشنر اورنګزيب باديني د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت دومره توان نه لري چې د رېستورانونو کرايې پرې کړي.

د هغه په خبره که چيرې دا کار وکړي نو دوکانداران به هم بيا له دوی د کرايو غوښتنه کوي چې د دوی په وس کې نه ده. د باديني په وينا له غريبو کاريګرو سره يې مرستې کړې دي.

"په کوټه ښار کې ۱۲۰۰۰۰ زره داسې کورنۍ دي چې ورځنۍ مزدوري کوي. په دوی کې ۳۲۰۰۰ داسې کورنۍ دي چې له يوې ورځې زيات راشن نه لري. نو موږ دغه ډول کورنۍ په احساس پروګرام کې ځای کړي دي. په دې کې هوټل والا، رېړۍ والا، سبزي والا او نور داسې کسان شامل دي."

دا چې حکومت به څه وخت رېستورانونو ته د بيا پرانيستلو اجازه ورکړي؟ د ښاغلي باديني په وينا د جون په پای کې ښايي دوی له کورونا وايرسه له تر ټولو زياتو تلفاتو سره مخامخ شي نو په داسې وخت کې خطر نه شي اخيستلای چې رېستورانونه خلاص کړي.

په پاکستان کې د مې تر ۲۷مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۶۰۰۰۰ زره ته رسېدلی چې تر ۱۲۳۰ زيات کسان ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۹۰۰۰۰ بېرته رغېدلي هم دي.

بلخوا په بلوچستان کې تر ۳۵۰۰ زيات کسان دې وبا وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG