د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټویټر وايي ولسمشر ټرمپ ناسم معلومات خپروي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د ټولنیزو رابطو شبکې ټویټر په لومړي ځل د مې پر ۲۶مه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوه ټویټر پیغامونه بې بسنټه بللي او ویلي یې دي چې نوموړی دروغجنې دعوی خپروي.

ټویټر د ډاک په ذریعه د ووټ اچولو په اړه د ولسمشر ټرمپ دعوه ناسمه بللې.

ولسمشر ټرمپ د میل ان بیلټس په اړه لیکلي وو چې داسې انتخابات به له دهاندلۍ ډک وي.

د ولسمشر ټرمپ د ټویټونو لاندې په اودي سیاهۍ کې لینکونه ورکړل شوي چې پکې ویل شوي د ډاک په ذریعه د ووټونو په اړه حقایق وګورئ.

د دغو لنکونو له لارې کتونکي د سي این این، واشنګټن پوسټ او نورې میډیا خبرونو ته رسېږي چې پکې د ولسمشر دعوو ضد مالومات دي.

ټویټر ویلي د حقایقو څارونکي وايي، داسې شواهد نشته چې د ډاک په ذریعه رای اچول له دوکې سره تړلې دي.

ټویټر د ولسمشر ټرمپ هغه دعوی هم ناسمه بللی چې ویلي یې ول کیلي فورنیا کې به ټولو اوسېدونکو ته پوسټل بیلټ ملاوېږي.

ټویټر وايي، په حقیقت کې به یوازې رجسټرډ ووټرانو ته دا سهولت حاصل وي.

ولسمشر ټرمپ په ردعمل کې پر ټویټر تور پورې کړ چې د۲۰۲۰ز کال کې په ولسمشریزو انتخاباتو کې مداخله کوي او د دروغجنو خبرونو پر اساس مالومات خپروي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG