د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هېوادونه د خپلو پولو پر پرانیستلو غور کوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د اروپايي اتحاديې زياتره هېوادونه د کورونا وبا تر کمېدو وروسته د پولو پر پرانستو غور کوي، دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالې دارې خبرداری ورکړی چې په تادۍ کې د بندیزونو لېرې کولو پس په سمدستي توګه د کورونا ناروغۍ د دوهمې څپې راپورته کېدو خطر دی.

په نړۍ کې دا وخت تر ۵۵ لکه زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي او درې لکه ۴۶ زره کسان ترې مړه شوي دي.

خو په ختیځه اسیا او اروپا کې چېرته چې مخکې وبا زور نیولی و، ښکاري د وایرس خورېدل پکې ورو شوي دي.

سپېن يو له هغو هېوادونو دی چې کورونا سخت ځپلی، پر اروپايي اتحاديه يې غږ کړی چې د پولو خلاصولو په اړه يوه عمومي تګلاره جوړه کړي.

بلخوا جرمني يو پلان اعلان کړی چې له مخې به يې له ۱۵ جونه د ۳۱ اروپايي هېوادونو د سېلانيانو لپاره سفري خبرداری لیرې شي.

البته ډنمارک د ځينو هيوادونو لپاره پر پوله لګولي بنديزونو نرم کړي دي.

بلخوا ځينې هیوادونه اوس هم د وایرس لومړۍ څپې خلاف په هلو ځلو کې بوخت دي.

روسې د مې پر۲۶ مه په يوه ورځ کې د کورونا له وجې تر ټولو زيات د ۱۷۴ کسانو د مړه کېدو راپور ورکړ او هم له دې سره په دغه هېواد کې د ياد وايرس له وجې د مړو شمېر ۳۸۰۷ ته رسېدلی.

چارواکي وايي، هم د مې پر ۲۶مه په روس کې ۸۹۱۵ نوی د کورونا کېسونه مخې ته راغلي چې ورسره روس تر امريکا او برازيل وروسته په دريم نمبر هېواد مخې ته راغلی چې په زيات شمېر کې څه باندې درې لکه دوه شپېته زره او درې سوه کورونا کيسونه پکې راپورټ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG