د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه مو د ځواکونو ستنېدو نېټه نه ده ټاکلې: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه له افغانستانه د ځواکونو اېستو نېټه نه ده ټاکلې، دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې کمزوری بهیر په دې وروستيو ورځو کې بيا ګړندی شوی.

د ولسمشر ټرمپ لخوا دغه څرګندونې د مې پر ۲۶مه پر داسې وخت مخې ته راغلي دي چې اټکل کېږي نوموړی په نومبر مياشت کې کېدونکو د امريکا ولسمشرۍ تر انتخاباتو له مخه کېدای شي په افغانستان کې د امريکا اوږد جنګ ختم کړي.

دغه ګام د نوموړي د انتخاباتي کمپاين برخه ده.

ټرمپ د سپينې ماڼۍ خبري غونډې ته په وينا کې وويل،"موږ دغلته يعنې په افغانستان کې له ۱۹ کالو راهيسې يو، زما په فکر دا کافي ده، موږ که هر وخت وغواړو نو بیا ورتلای شو."

نوموړي زياته کړه، وتل چې څومره هم زر مناسبه وي باید وشي خو لا یې هم وروستۍ نېټه نه ده ټاکلې.

امريکا او طالبانو په فبرورۍ مياشت کې تړون لاسليک کړ چې له مخې يې د طالبانو لخوا د امنيتي ژمنو په بدل کې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو مهالوېش ټاکل دي.

افغان حکومت د مې پر ۲۶مه نور ۹۰۰ طالب بندیان خوشي کړل، دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا درې ورځنی اوربند د مې پر ۲۶مه پای ته ورسيد.

د وړوکي اختر لپاره درې ورځنی اوربند د مې له ۲۴مې راهیسې پیل شو چې حکومت يې پر هرکلي کولو سره د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو د پلان اعلان وکړ.

د مې پر ۲۵مه هم افغان چارواکو ۱۰۰ طالب بندیان له بنده خوشې کړي وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG