د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا ځینې ناروغان خپله ناروغي له خلکو پټه ساتي: ډاکټران


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خیبر پښتونخوا کې ډاکټران وایي، زیاتره خلک د کورونا وایرس له ټسټه ډډه کوي.

د ډاکټرانو په خبره ځینې داسې ناروغان هم شته چې د کورونا وایرس علامات لري خو خپل ټسټ نه کوي او یا دا خبره له خلکو پټه ساتي.

د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلکس روغتون د غږونوو پوزې او مرۍ یا ستونې یو ډاکټر لیاقت چې پخپله هم ورته کورونا وایرس شوی وو وایي اوس روغ رمټ دی او باید خلکو ته ووایي چې د کورونا وایرس د علاماتو ښکارېدو سمدست وروته دې ځان له نورو خلکو بیلوي او خپله معاینه دې کوي.

"اوس زه بلکل روغ رمټ یم، دا داسې وه چې زموږ یو رشته دار روغتون ته راغلی وو، د کورونا وایرس علامات هم پکې نه وو، خو ما ورله ټسټ وکړ او هغه مثبت راغی، بیا یې ماته وویل چې ته به دا خبره چاته نه کوي او زه به ځان ۱۴ ورځې له خلکو بیل کړم، له هغه څو ورځې وروسته بیا ماته هم دغه وایرس ولګېد، نو خلکو ته ځان په دې بد ښکاري،حالانکې اوس خلک پر دې پوهه شي چې دا یو خو یوه وبا ده، او هر چاته ته کېدای شي نو باید چې احتیاط وکړي."

د خیبر پښتونخوا صحت محکمې د مې پر ۲۵مه په یو ټویټ کې ویلي چې په صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه وایرسه ۱۰ کسان مړه شوي دي چې ورسره په صوبه کې د مړو شمېره ۴۰۸ ته رسېدلې ده او تر ۲،۵۲۹ زیات کسان ترې بېرته جوړ شوي دي.

د سوات سېدو شریف د سرکاري روغتون ویاند ډاکټر محمد خان وایي، په ملاکنډ کې د ورځې کورونا وایرس ټول ۱۴۰ ټسټونه کېږي چې په سرکاري لیباټریانو کې دغه ټسټ وړیا کېږي خو خلک لا هم د ټسټ کولو ډډه کوي.

"موږ ته ډېر خلک انکار وکړي، د متاثره تن د کورنۍ نور غړي اکثره موږ ته د ټسټ کولو انکاري شي، موږ په دې اړه په سیمه کې د پوهې ډېر لوی کمپېن هم وکړ خو خلک لا هم ټسټ کول نه خوښوي او دا مسله جدي نه اخلي."

د خیبر پښتونحوا له لکي مروت سره تعلق لرونکی ډاکټر وسیم مروت وایي، خلک د دغه وایرس په اړه پوره پوهه لا نه لري او بله خبره دا چې پر ښودل شوو احتطیاتي تدابیرو عمل هم نه کوي.

"هر تن دې ماسک اچوي، که چاته تبه ټوخی وي هغه خو دې ماسک ضرور اچوي، لاسونه دې په صابن ووینځي، تر ۶۰ فټه دې یو بل نه لرې ووسي، په جماعتونو او بازارونو کې دې رش نه جوړوي، بغیر له ضرورته دې بهر نه ووځي، که خلک په دې یو څو خبرو هم عمل وکړي نو دا وایرس به کنټرول شي."

ډاکټران دا هم وایي، په لومړنیو ورځو کې د کورونا وایرس د یو مثبت تن کور مخې ته حکومت پولیس ودرول، چې د دغه کور یا کلي خلک بهر پرېنږدي، د دوی په خبره دا هم یوه وجه ده چې خلک اوس د ټسټ کولو یرېږي.

د خیبر پښونخوا صحت عامه یا د پبلک هیلت او انجینیرنګ خصوصي معاون ریاض خان وایي، حکومت یې کوښښ کوي چې په ولس کې له دغه وایرس سره د تړلو ځینو ناسمو خبرو په اړه پوهه پېدا کړي.

"زه به د مثال په توګه بونېر یاد کم، په بونېر کې تر اوسه موږ یو زر ټسټونه کړي دي، موږ د بهر ملکونو لکه ملایشیا، دوبی او دا شان کراچۍ نه بونېر ته د ستنو شوو خلکو ټسټونه وکړل، او له هغې وروسته مو خپلو کورونو ته پرېښودل، په بونېر دغو یو زرو ټسټونو کې تر پرونه پورې د ۱۶۲ کسانو د کورونا نتیجه مثبته راغلې ده، چې پکې درې تنه چې عمرونه یې له ۷۰ کالو زیات وو مړه شوي دي، ۲۷ لا هم په قرنطین مرکزونو کې دي، او نور ۱۳۱ چې د دغه وایرسه رغیدلي بېرته خپلو کورونو ته تللي دي، حکومت هم هغو خلکو ته ځان رسوي چې د کورونا علامات پکې وي، موږ د بهر نه راتلونکیو ټولو کسانو ټسټ کوو، خو دلته مسله دا ده چې په دې وخت کې هم خلک دا هسې ګپ ګڼې، باید د علاماتو له ښکاکېده سره خلک سمدست ټسټ وکړي."

د پاکستان صحت محکمې د وېپپاڼې ترمخه د مې تر ۲۶ مې نیټې پورې په ټول هېواد کې د دغه وایرس ۴۹۰،۹۰۸ کسانو ټسټونه شوي دي، چې پکې ۵۷،۷۰۵ کسانو ته دغه وایرس شوی دې او تر دې وخته پورې ترې ۱۸،۳۱۴کسان رغېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG