د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریال ګلشن عزیز د فوټو ګرافۍ لپاره پوره نسل روزلی


ګلشن عزیز
ګلشن عزیز

د ګلشن عزیز شمېر د پښتونخوا په هغه مشرانو خبریالانو کې کې ده چې د خبریالۍ او فوټو ګرافي په میدان کې يې د پوره نسلونو روزنه کړې ده او هغوی ته يې په داسې حال کې دا هنر ښودلې چې دلته د ژورنالزم یا صحافت د زده کړې څه رسمي ادارې نه وي.

د ۱۹۶۰م کال کې د پاکستان حکومت ځینې اخبارونه د یو ټرسټ د لاندې راوستل چې په کې د پښتونخوا مشرق ورځپاڼه هم شامله وه.

ورځپاڼې د خپل کار ښه کولو لپاره د ګلشن عزیز تبادله له لاهوره، پېښور ته وکړه، او هغه چې یو ځل دې ښار ته کډه شو نو بیا ستون نه شو.

د پېښور یو مشر فوټو ژورنالیسټ او د ګلشن عزیز نېږدې ملګری فرمان الله جان وايي، ګلشن عزیز د صوبې په باني فوټوګرافرانو کې شمېرل کېږي چا چې د دې سیمې فطري ښایستونه او تاریخي او سیاسي مزل د خپل هنر په وسیله د تل لپاره خوندي کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د ګلشن عزیز ژوند ډېر په سختۍ او ازمایش کې تېر شوی دی خو کله يې هم خپل اصول او خودداري له لاسه نه دي ورکړي.

فرمان الله جان وايي چې ګلشن عزیز خپله د شکرې رنځور وو، ښځه يې هم ناروغه وه او یو زوی يې وو چې هغه هم وروسته مړ شو.

د نوموړي په وینا ګلشن عزیز نه یوازی د اخبار مزدوري کوله بلکې د میرمنې د ناروغتیا له کبله به يې د کور ټول کارونه هم کول.

"کالي به يې وینځل، کټوۍ به يې پخوله او د کرايي په کور کې اوسېده ځکه چې د اخبار په تنخواه کې څوک د خپل کور مالک کېدلای نه شي.

فرمان الله جان په غریو نیولي انداز وویل، چې دا به ډېر وخت اخلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ګلشن عزیز په رنګ بیدار، په کار پوهه او په ژوند مین فوټو ژورنالیسټ پیدا شي.

ګلشن عزیز په پښتونخوا کې د خبریالۍ او انځورګرۍ په میدان کې د ډېرو نویو خبریالانو ډاډګیرنه او خصمانه کړې ده، چې اوس په کې یو شمېر میډیا نړیوالو او قامي ادارو سره خپله وظیفه ترسره کوي.

عبدالمجید ګورایه هم یو داسې خبریال دی چې انځورونه يې په نړیوالو مطبوعاتو کې خپرېږي.

هغه وايي، ګلشن عزیز ډېر مهم کار کړی دی خو د ټولنې او ریاستي ادارو له خوا ورسره هغه هومره مرسته نه ده شوی.

نوموړی وايي، ګلشن عزیز د خپل تصویرونو یو کتاب خپرول غوښتل خو دومره مالي توان يې نه لرو، او بل چا ته د خواست عادت يې نه وو.

په پاکستان کې د خبریالانو خیرښیګړې د ادارې فریډم نیټ ورک مشر اقبال خټک وایي ګلشن عزیز یوازې یو داسې تکړه خبریال وو چې په خپل کار مین وو او د داسې ځایونو تصویرونه يې ویستلي چې اوس د وخت په بادونو کې ورک شوي دي.

نوموړی وايي، باید حکومت او د میډیا ادارې په قامي او نړیواله کچه د هغه کار نور هم ښکاره کړي، او د هغه له کورنۍ سره هم مرسته وکړي.

ګلشن عزیز ته د خپل کار په بدل کې د یو شمېر ادارو له خوا ایوارډونه او جایزې ورکړل شوی وی.

د هغه د کار نمونې اوس هم د پېښور موزیم په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو پریس کلبونو کې د خلکو زړونو او ذهنونو ته خوشالي بخښي او د دې خاوری د تاریخي عظمت او فطري ښایستونو سره يې اشنا کوي.

د لاهور ګلشن عزیز د مې پر۲۵مه په پېښور کې د رحمان بابا په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو، خو د هغه کار به د تل لپاره له دې خاورې سره د هغه د مینې او جنون ګواهي ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG