د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان حکومت وايي که یې پر لارښوونو عمل ونشي ټولبند لګوي


د کوټې ښار یوه بازار
د کوټې ښار یوه بازار

د روغتیا په برخه کې د پاکستان وزیراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر ظفر مرزا ویلي، که د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر حکومتي لارښونې یا ایس او پیز عمل ونشو نو اندیښنه ده چې دا وایرس به نور خور شي.

ظفر مرزا د مې پر ۲۵مه خبریالانو ته وویل، په ټولبند کې د نرمي پر مهال یې دا ژمنه کړه وه چې که احتیاطي تدابیر په سمه توګه عملي نه شول نو ټولبند به یو وارې بیا لګوي.

"زه تاسو ته خواست کومه، که موږ د کرونا وایرس لړ کې د غیر زمه واری نه کار واخیسته نو نه یوازې به دا ناروغي نوره هم خوره شي بلکې موږ به ټولبند هم کوو چې ورسره به زموږ پر ژوند او پر معیشیت اغیز وي."

د پاکستاني رسنیو ترمخه، د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا سلاکار اجمل وزیر د مې پر ۲۳مه خبردارې ورکړې وو چې که خلکو د اختر چټیانو پر مهال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره پر احتیاطي تدابیرو سم عمل ونه کړ نو حکومت به یوارې بیا ټولبند عملي کړي.

په کوټه کې خبریال سید علي شاه وايي چې په پاکستان د حکومتي هدایاتو باوجود د اختر پر مهال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په سمه توګه نه دې عملي شوې.

په پېښور کې د مشرق ټي وي بیوریو چیف او خبریال محمود جان بابر د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره له اقداماتو سیاسي مسله جوړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د کورونا وایرس ختمولو لپاره د وفاق او صوبو ترمنځ همکاری ته اړتیا ده.

د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۸مه امر وکړ چې باید په ټول هېواد کې شاپنګ مالونه او دوکانونه خلاص کړل شي.

د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په مارچ ټولبند اعلان کړی وو چې شاوخوا دوه میاشتې وروسته یې پکې په مرحله واره توګه نرمي راوسته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG