د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له کورونا سره پام کوئ ګنې نیسي مو'


ارشیف
ارشیف

امریکایي چارواکو وېره ښودلې که د کرونا وایرس مخنیوي پروړاندې ټاکلې لارښوونې خپلې نه شي نو ګڼ خلک به په اخته شي.

د دې چارواکو له ډلې د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکترې دیبورا بېرکس یکشنبه له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې ګڼ خلک له ماسک پرته بهر وځي او طبي سپارښتنې نه‌ مراعاتوي او دا به په امریکا کې چې وار له مخه کرونا ځپلې وضعه لا خرابه کړي.

د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکتره دیبورا بېرکس
د کرونا ویروس د مبارزې د کارډلې همغږې کوونکې ډاکتره دیبورا بېرکس

هغې زیاته کړه: "زه ډېره اندېښمنه یم چې کله خلک بهر وځي او ټولنیز واټن نه‌رعایتوي. موږ اوس اثبات شوي ساینسي شواهد لرو چې کله موږ غږېږو څومره پورې زموږ د خولې د اوبو څاڅکي تللی شي. خلک ویروس خپروي پرته له دې چې پوه شي دوی پرې ککړ دي. دوی په څه کم دوه مټرۍ فاصله کې سره کښېني او خبرې کوي. هر هغه څوک چې په دې فاصله کې په کرونا ویروس له اخته کس سره تماس ونیسي یا ورسره کېني چانس‌ یې شته چې په وایرس ککړ شي."

ډاکتر دیبورا بېرکس امریکایان وهڅول چې که بهر وځي هم دوه مټره واټڼ رعایت او ماسکونه دې وکاروي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې کارډلې دې مشرې همدارنګه د مړینو او مثبتو قضیو د مستقیمې اړیکې یادونه وکړه چې په خبره‌یې په کرونا د اخته خلکو له زیاتېدو سره د مړو شمېر لوړېږي.

په کرونا باندې اخته کس
په کرونا باندې اخته کس

امریکا په کرونا ویروس د اخته او مړو تر ټولو ډېرې قضیې لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون او ورلډومېټرز انفو د شمېرو له مخې تر یکشنبې ناوخته په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر نږدې یو لک کسانو ته ورسېد.

په دې ویروس د اخته خلکو شمېر څه باندې ۱۶ نیمو لکو ته رسېدلی چې له ډلې یې څلور نیم لکه کسان بېرته ښه شوي هم دي.

په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو او مړه کېدو له مخ په زیاتېدونکي شمېر سره سره امریکایي چارواکو د کاروبارونو د تدریجي پيل هڅې کړې دي.

له امریکا ورښکته په برازیل کې په کرونا د اخته خلکو شمېر ډېر په چټکۍ لوړ ځي او اوس دا هېواد تر امریکا وروسته په دوهم کتار کې دی چې ډېر اوسېدونکي یې کرونا نیولي.

هلته د کرونا مثبتې پېښې له درې نیمو لکو اوښتي او څه باندې ۲۲ زره کسان‌یې مړه کړي هم دي.

دې خوا په جَنوبي اسیا کې د هندوستان وضعه ښه نه‌بلل کېږي. په دغه هېواد کې سره له دې چې حکومت‌یې په کورونو د خلکو د پاتې کېدو زیاتې سپارښتنې کړي، خو بیا هم هره ورځ لږ تر لږه شپږ زره نوې پېښې ثبتېږي او ټول‌ټال مثبتې پېښې ۱۴۰ زرو ته رسېدلي.

له دې ډلې څلور زره کسان مړه شوي هم دي.

ارشیف
ارشیف

په اروپا کې بیا چې د کرونا د خپرېدو په لومړيو میاشتو کې یې تر ټولې نړۍ n د سر زیان ډېر وو او مثبتې پېښې په‌کې اوج ته رسېدلې وې څو وروستۍ اوونۍ وضعه ښه ارزول شوې. یو شمېر اروپايي هېوادونو له یو بل سره پولې بیرته خلاصې کړي او د ځینو ورزشي فعالیتونو، کاروبارونو او ماسکونو د لیرې کولو اجازه‌ یې ورکړې ده.

کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې له چینه ټولۍ نړۍ ته خپور شو په دې پنځو میاشتو کې یې پنځنیم میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې نیولي او له ډلې یې نږدې درې نیم لکه کسان مړه کړي.

د هغو ناروغانو چې له کورونا پاخه شوي شمېر دوه میلیونه او درې لکو ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG