د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست خلک له اختره زیات اوربند ته خوشاله دي


د خوست خلکو په اختر کې ټولنیز واټن مراعتولو
د خوست خلکو په اختر کې ټولنیز واټن مراعتولو

خوست ـ د مې پر ۲۴مه، په خوست کې د کوچني اختر لمونځ کوونکیو د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او هیله يې وښوده، چې دا ګام به دایمي اوربند او د افغانانو تر منځ مخامخ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

خلکو ویل، پدې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېروالي خلک ناهیلي کړي خو د جګړې د ښکیلو لورو دې اقدام، یو ځل بیا په ولس کې د دایمي اوربند او سولې هیلې را وټوکولې.

خلکو د اختر لمونځونه په داسې حال کې وکړل چې ټولنیز واټن یې مراعتولو.
خلکو د اختر لمونځونه په داسې حال کې وکړل چې ټولنیز واټن یې مراعتولو.

بل لوري ته د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، د جګړې اصلي قربانیان ولسي وګړي دي، نو که طالبان د سولې په لور یو ګام اوچتوي، افغان دولت ۱۰۰ ګامه مخته ورځي.

د خوست د قومونو ترمنځ د اړیکو د دفتر مشر حاجي محمدعلي ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، سږنی کوچنی اختر پدې ښه دی، چې د دواړو لورو لخوا په کې اوربند اعلان شو.

هغه هیله څرګندوي، چې دا لنډ مهالې اوربند به په دایمي اوربند بدل شي، د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ به خبرو اترو ته زمینه برابره کړي او د بهرنیانو له مداخلې پرته به هغوی په خپلو کې جوړ جاړې ته ورسیږي.

دیني عالم مولوي محمد قدوس امیري هم وایي، د ولس غوښتنه دا ده چې د اختر د درو شپو ورځو اوربند به په دایمي اوربند بدل شي، ځکه په جنګ کې کامیابي او عزت نشته.

خوستیان وايي له اختره زیات اوربند ته خوشاله دي.
خوستیان وايي له اختره زیات اوربند ته خوشاله دي.

په خوست کې د بدلون او یووالي کاروان مشر عبدالولي واحدزی بیا له قومونو او ولسونو وغوښتل، چې په خپلو کلیو او بانډو کې دې پر طالبانو د دایمي اوربند غږ وکړي:

"خوشبختانه چې افغان حکومت او طالبانو په خپلو منځونو کې په اختر کې د اوربند اعلان کړی دی، د ولس او ملت هیله دا ده چې دا اوربند دې دایمي شي، له خلکو مو هم غوښتنه دا ده چې دوی په خپلو کلیو او بانډو کې پر طالبانو د دایمي اوربند غږ وکړي، ځکه طالبان د همدې کلیو او بانډو خلک دي."

قومي مشر حاجي رسول محمدخان وویل، د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند سره د خلکو په زړونو کې د سولې هیلې راوټوکیدې او امید دی چې اوربند به د دواړو لورو تر منځ یوې دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

بل لوري ته د خوست والي محمدحلیم فدايي چې د کوچني اختر لمونځ کوونکو ته يې خبرې کولې وویل، د روانې جګړې اصلي قربانیان د دې خاورې تورسرې، سپین ږیري او ماشومان دي، نو که طالبان د سولې لوري ته یو قدم واخلي، دولت به ۱۰۰ ګامه ورمخته شي.

حلیم فدايي زیاته کړه، افغان ولسمشر طالبانو سره د سولې هرکلی کړی، نو د خوست ولس او سیمه ییزه اداره يې هم هرکلی کوي.

د طالبانو لخوا د اوربند له اعلان څخه افغان ولسمشر محمداشرف غني هرکلی کړی او د کوچني اختر تر لمانځه وروسته يې ملت ته په خپل اختریز پیغام کې وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی، چې اوربند مراعت کړي او دفاعي حالت دې غوره کړي.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي، چې افغان مذاکراتي پلاوی به ډېر ژر مذاکرات پیل کړي او د طالب زندانیانو د ازادیدو بهیر به هم چټک شي.

د طالبانو له خوا په کوچني اختر کې د اوربند اعلان په ملي او سیمه ییزه کچه هم له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG