د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په ګډون ګڼ هېوادونه اختر لمانځي


افغان ولسمشر په ارګ کې د اختر ورځ لمانځي.
افغان ولسمشر په ارګ کې د اختر ورځ لمانځي.

د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ د اسلامي هېوادونو خلک د مې پر ۲۴مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

دا ځل اختر داسې حال کې لمانځل کېږي چې د کورونا وایرس جهاني وبا نړۍ ځپلې، په پاکستان کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر ۵۴۶۰۱ او په افغانستان کې یې نږدې ۱۰ زره ته رسېدلی دی او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره محدودیتونه لا هم موجود دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د مې تر ۲۴مې په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس ځپلو شمېره ۵۳ لکه نه اوښتې. له دې وایرسه په ټوله نړۍ کې له ۳۴۲ نه زیات کسان وژل شوي خو له ۲۱ لکو زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

په مردان کې خلک له اختره وړاندې د وروستۍ جمعې (جمعت الوداع) لمونځ ادا کوي.
په مردان کې خلک له اختره وړاندې د وروستۍ جمعې (جمعت الوداع) لمونځ ادا کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مې پر ۲۳مه، پر خلکو غږ وکړ چې د اختر په درو ورځو کې دې په کورونو کې پاتې شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اختر په ورځو کې خلکو ته جوماتونو ته د تګ په اړه ځانګړی اعلان نه دی کړی خو له خلکو یې غوښتنه کړې چې د اختر په درو ورځو کې دي له کورونو نه ووځي.

په پاکستان کې خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې جوماتونو ته ولاړ شي. حکومت پر خلکو غږ کړی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره دې په اختر کې د مبارکۍ پر مهال ګڼه ګوڼه نه جوړوي. وزیراعظم عمران خان د مې په ۲۳مه پر ټويټر له خلکو غوښتي چې ساده اختر ولمانځي او له يو بله فاصله وساتي.

په ایران کې له مسلمانانو غوښتنه شوې چې تر ۳۰ دقیقو زیات وخت دي په جومات کې نه تېروي.

اخوا په هند او بنګله دېش کې تر ۱۰۰ زیات وګړي د سخت طوفان له امله مړه شوي او میلیونونه وګړي بې کوره شوي دي.

چارواکو د مې په ۲۳مه، وویل چې د امفان په نوم دې سخت طوفان په بنګله دېش او د هند په ختيځو سیموکې زرګونو انسانانو ته مالي تاوان رسولی دی.

په پاکستان کې د اختر د سودا اخېستو پر مهال د خلکو د بدن د تودوخي معاینه کېږي.
په پاکستان کې د اختر د سودا اخېستو پر مهال د خلکو د بدن د تودوخي معاینه کېږي.

ویل کېږي چې داسې سخت طوفان په وروستۍ یوه لسیزه کې پر سیمه نه دی راغلی. سخت باد، باران او تالندې د هند په لویدیز بنګال کې اته تنه مړه کړي او په بنګله دېش کې ۲۲ تنه مړه شوي دي.

په بنګله دېش او د هند په ختیځو سیموکې د برېښنا مزي پرې شوي، د پاکو اوبو کانالونه یې بند کړي او د خلکو کرهنیزې ځمکې او کورونه یې تخریب کړي دي.

د هند د لویدیز بنګال ایالتي وزیرې ممتا بنرجي د مې بر ۲۳مه وویل چې دا یو لوی ملي بحران دی او فدرالي حکومت باید مرسته وکړي.

ویل کېږي چې تر یو میلیون زیات کورونه ویجاړ شوي او ۱۵ میلیونه انسانانو ته زیان رسېدلی دی. همدا راز ویل کېږي چې په سیمه کې د ۱۳ میلیارده ډالرو تاوان پېښ شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG