د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د الوتکې د قربانیانو کورنیو سره مرسته کېږي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یو یو میلیون روپۍ مرسته کوي.

د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرورخان د مې په ۲۳مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دې پېښه کې ۹۷ کسان وژل شوي او د ټولو کورنیو سره به نغدي مرسته وکړي.

د پي ايي ای ایربس الوتکه د مې په ۲۲مه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه چې جناح هوايي مېدان ته تر رسېدو مخکې ولوېده.

غلام سرور خان ويلي چې د هغې الوتکې بلېک باکس يا د معلوماتو ذخیره کولو بکس يې ترلاسه کړی او د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

په تېرو لسو کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۴ مسافر وړونکې الوتکې لوېدلي چې سلګونه کسان پکې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې، د پاکستان د قامي هوايي شرکت مشر ارشد ملک د مې په ۲۲مه ویلي وو، په کراچۍ کې نسکورې شوې مساپر وړونکې الوتکې د حادثې څېړنه روانه ده او وروسته به یې حقایق مخې ته راشي.

د ارشد ملک په وینا الوتکه کې هېڅ قسمه خرابي نه وه او دم ګړۍ ته یې هغوی د نسکورېدو په اړه څه نه شي ویلی. د پي ايي ای شرکت مشر ارشد ملک وايي، له الوت وړاندې انجينرانو الوتکه کتلې او د پرواز لپاره یې وړ ګرځولې وه.

هغه زياته کړه، له پلټنو وروسته به ټول حقايق معلوم شي چې په الوته کې تکنيکي مسله وه او که له باندي ورسره څه جنګيدلي وو او د پېښي پلټني به د نړيوالو اصولونو مطابق کوي.

بلخوا د پاکستان ولسي هوايي چلند ادارې د مې پر ۲۲مه، په ټويټر پاڼه ليکلې چې وفاقي حکومت د پېښي پلټنو لپاره څلور کسيزه ډله جوړه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG