د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د الوتکې د نسکورېدو پلټنې روانې دي


ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې د ملبې سره ولاړ دي.
ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې د ملبې سره ولاړ دي.

د پاکستان د قامي هوايي شرکت ( پي ایي ای) مشر وايي، په کراچۍ کې نسکورې شوې مساپر وړونکې الوتکې د حادثې څېړنه روانه ده او وروسته به یې حقایق مخې ته راشي.

ارشد ملک د مې پر ۲۲مه وویل، الوتکه کې هېڅ قسمه خرابي نه وه او دم ګړۍ ته یې هغوی د نسکورېدو په اړه څه نه شي ویلی.

د پي ايي ای دغه الوتکه چې د مې پر ۲۲مه له لاهوره کراچۍ ته په لاره وه، د کوزېدو پر مهال هوايي ډګر ته نږدې د کورونو پر سر پرېوته.

په الوتکه کې ټول ۹۹ کسان سپاره وو چې ۹۷ پکې وژل شوي او دوه ژوندي پاتې شوي دي.

د پي ايي ای شرکت مشر ارشد ملک وايي، له الوت وړاندې انجينرانو الوتکه کتلې او د پرواز لپاره یې وړ ګرځولې وه.

هغه زياته کړه، له پلټنو وروسته به ټول حقايق معلوم شي چې په الوته کې تکنيکي مسله وه او که له باندي ورسره څه جنګيدلي وو او د پېښي پلټني به د نړيوالو اصولونو مطابق کوي.

بلخوا د پاکستان ولسي هوايي چلند ادارې د مې پر ۲۲مه، په ټويټر پاڼه ليکلې چې وفاقي حکومت د پېښي پلټنو لپاره څلور کسيزه ډله جوړه کړې ده.

په ابادۍ د الوتکې نسکورېدو، د ماډل کالونۍ څو کورونه هم سخت زیانمن کړي او یو شمېر کسان یې ژوبل کړي هم دي.

تر دې مخکې په پاکستان کې د ۲۰۱۹ز کال په جولای مياشت کې په راولپنډۍ کې د یوې پوځي الوتکې غورځيدو پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي ول.

د ګڼو هیوادونو مشرانو د الوتکې د غورځېدو پېښه کې د لسګونو کسانو پر مړینه د پاکستاني چارواکو سره غمرازي کړې ده. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټویټر پاڼه په کراچۍ کې د الوتکې پر نسکورېدو خپل خپګان ښودلی او زیاتوي چې له پاکستاني ولس سره په دې غمجنه ګړۍ کې افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.

د لوېدلو پاکستانیو الوتکو تاریخچه

د ۲۰۱۰ز کال د جولای په میاشت کې هم، د اسلام اباد د مارګلې له غرونو سره د ایر بلو هوايي شرکت یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې سپاره ۱۵۲ کسان وژل شوي ول.

دا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دې هیواد څومره الوتکې غورځېدلې دي او په هرې پېښې کې څومره کسان وژل شوي؟ په دې اړه د فرانسې خبري اژانس یو رپورټ خپور کړې چې د هرې پېښې تفصیل یې ورکړی.

د ۱۹۶۵ز کال د مې ۲۰مه

د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي آی اې) د مصر پلازمېنې قاهرې په خپل لومړۍ سفر تللې وه چې د کوزېدو پر مهال وغورځېده او په کې ۱۲۴ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۰ز کال د اګست شپږمه

د پي آی اې الوتکه د اسلام اباد له هوايي ډګره د الوتو په حال کې وغورځېده. په دې پېښه کې ۳۰ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۲ز کال د ډیسمبر اتمه

د پي آی اې بله الوتکه په راولپېنډۍ کې پرېوته چې په کې ۲۶ کسان ووژل شول.

د ۱۹۷۹ز کال د نومبر ۲۶مه

د پي آی اې الوتکې له سعودي عربه حاجیان را خیستي ول. دا الوتکه د جدې له هوايي ډګره تر الوت لږ ساعت وروسته وغورځېده او په کې سپاره ۱۵۶ کسان وغورځېدل.


الوتکې ولې غورځېږي؟ دلته واورئ


د ۱۹۸۶ز کال د اکتوبر ۲۳مه

د پي آی اې الوتکه په پېښور کې د کوزېدو پر مهال نسکوره شوه او په کې له سپرو ۵۴ کسانو ۱۳ ووژل شول.

د ۱۹۸۸ز کال د اګست ۱۷مه

یوه الوتکه د دې هیواد په بهاولپور کې غورځېدلې وه چې په کې د پاکستان پوځي ولسمشر جنرال ضیاء الحق سره له نورو لوړ پوړو پوځي جنرالانو ووژل شو. دا د دې هیواد یوه لویه پېښه بلل کېږي. په دې پېښه کې د امریکا سفیر هم وژل شوی وو.

د ۱۹۹۲ز کال د سپټمبر ۲۸مه

د نیپال په کټمنډو کې د پي آی اې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۶۷ کسان وژل شوي ول.

د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۱۹مه

بله لویه پېښه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې شوې وه. د الوتکې د غورځېدو په دې حادثې کې د پاکستان د هوايي ځواک (پاکستان ایر فورس) مشر مصحف علي، د هغه مېرمن او ۱۵ نور کسان وژل شوي ول. دا پوځي الوتکه وه.

د ۲۰۰۳ز کال د فبرورۍ ۲۴مه

له کراچۍ سره، په عرب سمندرګي کې یوه الوتکه غورځېدلې وه چې په کې د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر جمعه محمد محمدي وژل شوي وو.

د ۲۰۱۰ز کال د جولای په ۲۸مه له اسلام اباد سره د ایر بلو الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۵۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۶ز کال د جولای ۱۰مه

د پنجاب په ملتان ښار کې یوه الوتکه تر الوت وروسته وچاودېده او په کې ټول ۴۵ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د جولای ۲۸مه

د کراچۍ له ښاره اسلام اباد ته تلونکې د ایر بلو هوايي شرکت الوتکه د اسلام اباد د مارګلې په غره کې وغورځېده چې په کې سپاره ټول ۱۵۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۵ مه

یوه الوتکه په کراچۍ کې تر پرواز وروسته وغورځېده او په کې د یوې اېټالیوي د تېلو شرکت کارکوونکي ووژل شول. په دې پېښه کې ټول ۲۱ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۰ز کال د نومبر ۲۸مه

له کراچۍ یوې الوتکې تر الوت سمدستي وروسته اور واخیست او په کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

د ۲۰۱۲ز کال د اپرېل ۲۰مه

له اسلام اباد سره نېږدې، د بوجا ایر هوايي شرکت الوتکه وغورځېده چې په کې ۱۲۷ کسان ووژل شول.​

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG