د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوهاټ د پولیسو مشر نظر عباس خاورو ته وسپارل شو


پولیس افسر نذر عباس خاورو ته وسپارل شو
پولیس افسر نذر عباس خاورو ته وسپارل شو

د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د وسله والو په بريد کې وژل شوی اېس ايچ او نظر عباس د مې پر۲۳مه، په کوهاټ کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په جنازې کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو یو شمېر مشرانو ګډون وکړ چې پکې طیب حفیظ چیما او نور شامل وو.

بلخوا د پېښې د تورنو کسانو پر ضد عملياتو کې يو تن وژل شوی دی.

د پولیسو ځايي مشر طيب حفيظ چيما ويلي، د ملزمانو پر ضد عمليات روان وو چې وسله والو يو وارې بيا پر دوی ډزې وکړې.

نوموړی وايي، د پوليسو لخوا په ځوابي ډزو کې عبدالرحمان نومې کس وژل شوی خو د هغه يو بل ملګری نويد په ژوبل حالت کې په تېښته بريالی شوی دی.

د کوهاټ د پولیسو د ویاند فضل نعیم په وینا، دا پېښه د مې پر ۲۲مه، ماښام مهال، په لاچۍ نومې سیمه کې مخې ته راغلې ده.

هغه وویل چې پر ایس ایچ او نظرعباس او له هغه سره د پولیسو په یو بل سرتېري یې هغه مهال برید وشو چې هغوی په ګشت روان وو.

د نوموړي په وینا د برید پر مهال نظر عباس او د هغه ساتونکی جاسم دواړه ژوبل وو چې وروسته نظر عباس د زیاتو ټپونو له کبله په روغتون کې سا ورکړه.

په یاده سیمه کې تر دې وړاندې د ۲۰۱۷ کال په می میاشتې کې هم په ورته ډول پر پولیسو برید شوی وو چې هغه مهال پکې د پولیسو یو بل مشر اېس اېچ او خان الله او درې نور پولیس والا وژل شوي وو. د هغې پېښې تر شا لاس لرونکي کسان تر دې مهاله نه دي نیول شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG