د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان، افغانستان او نړۍ کې وروستۍ شمېرې


په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي
په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي

په پاکستان کې د مې تر۲۳مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۲،۴۳۷ ته رسېدلی دی.

بلخوا په هغه هېواد کې د یاد وايرس له کبله د مې تر ۲۳مې سهار مهال ۱۱۰۱ کسان مړه شوي او له تر ۱۶زره زیات بېرته رغېدلي هم دي.

د پاکستان روغتيا څانګې چارواکو په وينا، په خيبر پښتونخوا کې د ناروغۍ له وجې د مړو شمېر ۳۸۱، په سيند کې ۳۴۰، په پنجاب کې ۳۲۴ او په بلوچستان کې ۳۹ ته رسېدلی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۲۳مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۹۲۱۶ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۲۰۵ کسان وژلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۵۳ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۰ زره زیات ور څخه مړه شوي او تر ۲۱ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG