د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اختر په شپه هوايي ډزې مه کوئ"


انځور له ارشیفه

په خیبر پښتونخوا کې هر کال د وړوکي اختر په شپه او یا د نورو خوشالیو پر وخت خلک هوایي ډزې کوي، چې پکې په زیاترو پېښو کې ماشومان او ښځې په نښه شوي دي.

پولیس چارواکي وایي د پخوا غوندې یې سږ کال هم په مختلفو برخو کې په دې اړه د دیني عالمانو او نورو مشرانو په مرسته د پوهاوي بېلا بېل کمپېنونه پیل کړي دي. او پر دیني علماو یې غږ کړی دې چې د داسې پېښو په مخنیوي کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

د مردان ضلعې د پولیسو مشر سجاد خان وایي، د جمعې لمونځ وروسته یې د دیني علماو سره په دې اړه خبرې وکړې، او د دوی په مرسته یې د جمعې په خطبه کې هم خلکو ته د هوایي ډزو نه ورکولو وینا وکړه.

سجاد خان وایي، دا وخت د داسې پېښو کره شمېره نه لري خو د اختر په شپه په هره ضلع کې داسې یو شمېر پېښې مخې ته راځي.

دا شان د سوات د ضلعې پولیسو مشر قاسم علي خان وایي، دوی کوښښ کوي چې د ټولنې له مشرانو سره په دې اړه په خلکو کې پوهه پېدا کړي چې هوایي ډزې د یو چا لپاره د ټول عمر غم جوړېدای شي.

قاسم علي خان وایي، په سیمه کې يې په هوایي ډزو بندیز لګولی دی.

په مردان کې د ځوانانو یو تنظیم مردان وال خلک یو مشر حسیب باچا وایي دوی د مې پر ۲۱مه په دې اړه له ځایي مشرانو، علماو او پولیس چارواکو سره یوه غونډه هم وکړه چې مقصد یې د هوایي ډزو مخه نیول دي.

پولیس چارواکي وایي، د اختر په شپه او یا د نورو خوشالیو پر وخت په هوایي ډزو کې اکثره ماشومان او یا په کورونو کې ښځې په نښه شوي دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره یو کارکونکی عمران ټکر وایي که څه هم په هوایي ډزو کې اوس د پخوا په نسبت کمی راغلی دې، خو لا هم دا مسله شته.

پولس چارواکي وایي دوی په دې اړه کره شمېره نه لري چې په صوبه کې په دې وروستیو کې په هوایي ډزو کې څو مره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دا هم وایي چې په ځینو سیمو کې په داسې پېښو کې کمی راغلی دې.

تېر کال هم د روژې په میاشت کې د خیبر پښتونخوا پولیسو په ټوله صوبه کې د اختر په شپه د هوایي ډرو د مخنیوي په اړه د پوهایي یو کمپېن کړی وو، او پر دیني عالمانو یې غږ کړی وو چې په خپلو خطبو کې دې پر ولس د هوایي ډزو د نه کولو غږ وکړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG