د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د 'پرانیستي اسمان' له ټړون وځي


پرانیستي اسمان اړوند د امریکا هوايي پوځ الوتکه

امریکا اعلان کړی چې دوی به د 'پرانیستې اسمان' له تړونه په دې خاطر ووځي چې روسیې له دې هوکړې سرغړاوی کړی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن به د مې پر ۲۲مه د دې تړون ۳۴ لاسلیکوونکو هېوادونو ته له دې تړونه له وتلو شپږ میاشتې مخکې اطلاع ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپاره کړي بیان کې زیاته کړې "که چېرې روسیه د دې تړون بشپړه عملي کېدو ته ستنه شي، موږ به هم ترې پر وتلو بیا غور وکړو."

ولسمشر ډونالد ټرمپ خبریالانو ته وویل "زه فکر کوم موږ له روسیې سره ډېرې ښې اړیکې لرو: "موږ او روسیې ډېرې ښې اړیکې پراخې کړي، تاسو وکتل چې موږ د تېلو په ستونزه شریک کار وکړ. زه فکر کوم اوس موږ روسیې سره ډېرې ښې اړیکې لرو، خو روسیه د پرانیسي اسمان تړون نه ‌عملي کوي، نو تر څو چې دوی دا تړون نه ‌عملي کوي، موږ ترې وځو، خو د دې ډېر چانس شته چې موږ نوی تړون وکړو او یا داسې څه وکړو چې دا تړون بېرته په ګډه وپالو."

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو ویلي، له دې تړونه د امریکا وتل به د اروپا امنیت ته ګوزار وي.

د ګروشکو په وینا، ټرمپ هڅه کوي چې له "یو اساسي تړون" څخه د هغو "تخنیکي مسئلو" پر سر خپل وتل توجیه کړي چې هغه باید په تړون کې دننه حل شي.

د پرانیستې اسمان (اوپېن سکای) په نوم ۱۸ کاله مخکې د لاسلیک شوي دې تړون چې روسیه هم په‌ کې شامله ده هدف د نړیوال ثبات زیاتول دي. دا تړون لاسلیکوونکو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د یو بل پر خاوره د څارنې الوتنې وکړي څو د یو بل پوځي تأسیسات او وسایل وڅاري.

سپینې ماڼۍ روسیه تورنه کړې چې له دې تړونه یې سرغړوای کړی او وايي، مسکو امریکا ته اجازه نه ‌ده ورکړې چې ګورجستان ته نېږدې او د بالتیک سمندرګي پر کالننګراد ښار الوتنې وکړي چې د تړون له مخې اجازه ورکړل شوې ده.

له دې تړونه وتل، له نړیوالو تړونونو په یو اړخیزه توګه د وتلو یو بل ګام دی چې ولسمشر ټرمپ یې اخلي.

پروسږ کال امریکا له روسیې سره د منځني واټن د اټومي ځواک له تړون هم ووتل.

له دې تړونه وتل ممکن له مسکو سره د امریکا اړیکې خړې کړي، همدارنګه به د امریکا یو شمېر اروپايي متحدان او د کانګرس ځیني غړي خوابدي کړي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG