د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملکي دفاع تنظیم کار دره ادم خېلو ته هم وغځول شو


په دره ادم خېلو کې رضاکاران
په دره ادم خېلو کې رضاکاران

کوهاټ کې سيول ډيفنس (ملکي دفاع) دره ادم خېلو ته هم غځول شوې ده او تر ۱۰۰ زياتو رضاکارانو ورسره خپل نومونه ثبت کړي دي.

دغه رضاکار د کورونا وايرس وبا په ورځو کې خلکو ته نه يوازې خوراکي توکي رسوي بلکې په بېلا بېلو چېک پوسټونو يې خپل رضا کار درولي او د کوويډ ۱۹ ناروغانو څارنې کې هم له حکومت سره مرسته کوي.

د کوهاټ ضلعې سيول ډيفنس چیف وارډن سليم قرېشي د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته ويلي چې د دوی تنظيم اوس په دره ادم خېلو سيمې کې هم کار پیل کړی او ګڼو رضاکارانو ورسره خپل نومونه ثبت کړي.

ده وويل چې تنظيم د کار دايره پخوانۍ قبايلي سيمې ته غځولو تر شا د ولس خدمت کولو جذبه پټه ده.

په دره ادم خېل کې د سيول ډيفنس رضاکار او پوسټ وارډن حفيظ اپريدي په دې مهال وويل چې دوی د وړاندې په سيمې کې د ولسي خدمت سلسله جاري ساتلي وه خو کورونا وايرس وبا په ورځو کې د ملګرو په مشورې يې په سيول ډيفنس کې شموليت خپل کړ.

نوموړي زياته کړه چې د سېول ډيفنس سيوري لاندې يې نه يوازې په ټولبند کې بې وزله خلکو ته خوراکي توکي د هغوی کورونو ته رسولي بلکې په چېک پوسټونو يې خپل رضا کار اوردرولي څوک چې له روغتيا محکمې سره څنګ په څنګ د کوويډ ۱۹ ناروغانو څارنه کوي.

سېول ډيفنس د رضا کارانو يو تنظيم دی چې د حکومت په سرپرستۍ کې کار کوي د دې تنظيم رضا کار روزل شوي وي چې څنګه د جنګ يا په آفتونو کې عام ولس له بد اغېزه وژغوري.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG