د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د پاکستان اقتصادي وده منفي کچې ته وړې


ښاربند د پاکستان پر اقتصاد زښته بد اغېز پرېښود
ښاربند د پاکستان پر اقتصاد زښته بد اغېز پرېښود

د تېر ګل پر ورځ د پاکستان قامي حسابونو کمېټۍ په خپاره کړي راپور کې راغلي چې د کورونا وبا له لاسه په تېرو ٦٨ کلنو کې په لومړي ځل په روان مالي کال کې اقتصادي وده منفي ٠.٣٨ فیصدو ته تللې ده.

په راپور کې که څه هم د زراعت څانګه کې ٢.٧ فیصده وده ښودل شوې خو د صنعتی او ولسی خدماتو شعبو ته د زیان له وجې د اقتصادي ودې کچه منفی ته پريوتې ده.

خو په اقتصادی توګه د منفي کچې معنی څه ده او د اقتصادی ودې لاندې تګ به د عام ولس پر ژوند څه اغېز وکړي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان منصوبه بندۍ څانګې (پلاننګ ډويژن) اقتصاد څېړونکی ډاکټر محمد ناصر وايي، چې په ملک کې وار له مخه په تېرو نهو میاشتو کې د اقتصادی پرمختګ شرح ډیره ورو وه خو د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د ښاربند او ټولبند له امله روان د مالی کال وروستۍ درې میاشتې د اقتصادي ودې له پلوه ډېرې منفي وې.

د نوموړي په خبره په اقتصادي وده کې د منفي رجحان مانا دا ده چې په پیداور کې کمی روان دی.

دی زیاتوي: ''کله چې پيدوار کمېږی نو بېروزګاری زیاتېږی چې بې روزګاری زیاته شی نو بیا د خلکو د شیانو اخيستو قدرت کم شی، نو هغه څيزونه چې خلک یې اخیستل پرېږدی د هغې پيداوار او لګښت هم کم شي، د کومو څيزونو چې پيداوار او لګښت کم شی نو په هغو صنعتونو او شعبو کې کارګران هم بې روزګاره شی، نو د دې منفی ودې له وجې چې کوم خلک د غربت کرښې سره نیږدی وي او ژوند کوي هغوی د غربت تر کرښې لاندې پرېوزي، مطلب نور هم غریب شی، نو په نتیجه کې یې غربت هم زیات شي او بې روزګاري هم.''

داکټر محمد ناصر وویل، د دې منفي پرمختګ له کبله چې کوم خلک د غربت کرښې سره نېږدې وي او ژوند کوي هغوی د غربت تر کرښې لاندې پرېوزي مطلب نور هم غریب شي، نو په نتیجه کې یې غربت هم زیات شي او بې روزګاري هم."

د قامي حسابونو کميټۍ راپور زیاتوي چې روان مالي کال کې سړي سر خالصه کورنۍګټه هم کمه شوې ده چې دوی یې سبب د ډالرو په پاکستانیو روپیو اړولو کې زیاتولی ښيي.

د روانې میاشتې پر شپږمه نېټه د پاکستان د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر په یوه خبري غونډه کې د کورونا وايرس وبا د مخنیوی له کبله ټولبند په نتیجه کې په هېواد کې شااوخوا دوو کروړو خلکو د بې روزګارۍ اټکل سره سره ملک ته د اقتصادي زیانونو ذکر کړی وو.

د اسد عمر په وینا، په یوه میاشت کې ۱۱۹ اربه روپۍ د محصولاتو په مد کې کمی شوی دی، خو د دې هر څه نه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې له دې سره په هېواد کې د غربت په کچه اغېز کېږي.

نوموی وايي، "پاکستان انسیټیويت اف اکنامک ډيويلپمنټ د حکومت یوه څيړنيزه اداره ده د هغوی د شمېرو له مخې د کورونا وبا بنديزونو له امله به لږ تر لږه تر دوو کروړو او زیات نه زیات تر اوو کروړو پورې خلک به د بېوزلۍ تر کچې لاندې ولاړ شي، نو موږ دلته یوازې د حکومتي زیان خبره نه کوو بلکې د دوو کروړو د انسانانو په ژوند د دې بندیزونو د اغېز خبره کوو هم د دغې څېړنیزې ادارې PIDE د یوې بلې شمیرې له مخه د دې بنديزونو له امله زیات نه زیات یو کروړ او اتیا لکه خلک بې روز ګاره کېدای شي."

تر دا مهاله د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د مجموعي زیانونو په اړه حکومت څه نه دي ويلي خو د پاک - افغان چیمبر اف کامرس چيرمين زبير موتيواله د نهې په ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی د ادارې لخوا د راجمع شوو شمېرو له مخه پاکستان ته په اقتصادي برخه کې د ۲۱ اربو ډالرو زیان رسېدلی.

نوموړی وايي،"د روان مالي کال لپاره د حکومت د محصولاتو هدف ۴۸۸۴ اربه روپۍ وو دا د ماليې راغونډولو هدف وو، زموږ د شمېرې له مخه تر دا مهال حکومت ته ۱۴۰۰ اربه روپۍ یوازې د مالیې په مد کې زیان شوی دی، چې د حکومت لپاره به يې مداوه یا رغول ممکنه نه وي، خو چې کوم مالي زیان په پاکستان کې صنعتونو ته رسېدلی هغه د کهربونو روپو دي، دا مهال په پاکستان کې ټولې کارخانې بندې دي پېداوار په ټپه ولاړ دی، خو د نهې په ورځ د سند حکومت یو آرډيننس جاري کړې چې پکې کارخانه داره طبقه پابند کړل شوې ده چې هېڅوک به کاره نه باسي او تنخواګانې به پوره ورکوي بحثیت د یو کارخانه دار پیداوار نشته امدن نه کېږی نو زه مزدور ته معاش له کومه ورکړم، خو دا سلسله روانه ده، اوس به د کراچۍ خبره وکړو ځکه چې د ملک د برامداتو ۵۴ سلنه له دې ښاره کېږي او حکومت هر کال ۶۲ سلنه مالیه یا ټيکس له کراچۍ وصولوي، نو د نهې تر ورځې پورې چې موږ کومې شمېرې راجمع کړی، لکه د بېلګې په توګه موږ د هر کارخانه دار، دوکاندار، د نوکریو او معاشونو ترڅنګ د برامداتو او پيدوار شمېرې مو راغونډې کړې، د دې له مخه هېواد ته تر دا مهاله تر ۲۱ اربو ډالرو پورې اقتصادي زیان رسېدلی."

د قامي حسابونو کمیټۍ په راپور کې د هېواد په کچه په اقتصادی پرمختګ کې په مجموعې توګه د منفي رجحان او شمېرو ذکر شوی دی خو دا چې په صوبايي کچه يې خيبر پښتونخوا ته څومره زیان رسولی په دې لړ کې د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير تيمور سلیم جګړه مشال راډیو ته په یو ليکلي پیغام کې د نهې په شپه وویل: "د زیانونو په اړه جامع راپور د جوړېدو په حال کې دی او په دوو ورځو کې به يې په یوه خبري غونډه کې ولس ته په ډاګه کوي''.

خو د خيبر پښتونخوا د چیمبر اف کامرس اینډ انډسټريز چیرمین مقصود انور وايي چې د دې ټولبند په نتیجه کې د صوبې اتیا سلنه پيداوار ودرېدلی."

مقصود انور زیاتوي،"له موږ سره په صوبه کې هر ډول کارخانې شته چې پکې د سټيلو کارخانې دی، انجنيرنګ دی، داسې نورې دي خو یوه کارخانه هم په مکمله توګه کار نه کوي. دا مهال د خيبر پښتونخوا ۸۰ سلنه کارخانې بندې شوې دي او یوازې له۱۰ نه تر ۲۰ سلنه پورې کارخانې په محدوده پیمانه پیداوار کوي.''

نوموړي وايي، "د یوې اندازې له مخه یوازې په خيبر بښتونخوا کې د روزګار په مد کې کارخانه دارو ته تقريبا ۵۰ یا ۶۰ اربه روپۍ زیان رسېدلی دی، سند او پنجاب ته به تر دې هم زیات زیان رسېدلی وي، پاکستان يو غريب هېواد دی، دومره وسایل نه لري خو زما په فکر اقتصاد بیا ښه کېدل به وخت اخلي او منفي پرمختګ به کېږي."

که څه هم حکومت ادعا کوي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره یې د هېواد د تعمیراتو شعبې لپاره د مالي اسانتیاو پیکېج اعلان کړی او ورو ورو به د محتاط ټولبند عملي کولو سره اقتصادي هلې ځلې پرمخ وړي خو د پاک افغان چيمبر اف کامرس چیر مين زبير موتیواله وایي چې څو ورځې مخکې یې حکومت ته د یو خط په ذریعه د اقتصادي بحالۍ لپاره پنځه تجويزونه ورکړي چې پکې د وړو کاروبارونو په مکمله توګه پرانستل، د کاروباري قرضو شرح سود څلور فیصده کول او په برامداتو مکمل پابندي ختمولو سره سره په ټيکس او د بجلۍ او ګېس په نرخونو کې کمښت شامل دی، خو د موتيواله په خبره حکومت یې تر دا مهاله د خط ځواب نه دی ويلی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG