د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جوزجان کې افغان ځواکونو د ۱۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي


د افغان ځواکونو هېلیکوپټر
د افغان ځواکونو هېلیکوپټر

په افغانستان کې د جوزجان ولایت د شاهین قول اردو په دوو هوايي حملو کې د۱۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي د مې پر ۱۹مه په یوه غږیز بیان کې وویل چې لومړۍ حمله تېره شپه د قوش تپې ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې وشوه.

رضايي همداراز د قوش تپې ولسوالۍ په مینګجیک کلي کې د تېرې شپې د هوايي حملې په اړه وویل چې هلته شپږ طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG