د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان ته د ولسمشر ټرمپ خبرداری


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ته خبرداری ورکړی، که په خپله کارکردګۍ په ۳۰ ورځو کې دننه د بهترۍ ژمنتیا ونه ښيي نو د تل لپاره به مالي مرستې پر بندې کړي.

نوموړي یاده اداره د کورونا وبا پرضد مناسبو اقداماتو کې په پاتې راتللو تورنه کړې ده.

ولسمشر ټرمپ دا دهړکه د مې پر ۱۸مه د ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ایډهانوم

ګیبریوسیس ته په استول شوي خط کې ورکړې ده او ورته یې ویلي چې امریکا به په دغه اداره کې خپل غړیتوب ته بیا کتنه کوي.

د مې پر ۱۸مه له دې وړاندې ولسمشر ټرمپ یاده اداره د چین ګوډاګی بللې وه.

کورونا وایرس تر اوسه په امریکا کې له ۱۵ لکهو زیات کسان ناروغه کړي او له ۹۰،۰۰۰ زیات یې مړه کړي دي.

یاد وایرس په ټوله نړۍ کې خوا اوشا ۴۸ لکه کسان ناروغه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ اپریل میاشت کې په ډبلیو ایچ او تور پورې کړ چې د کورونا وایرس پر ضد اقداماتو کې د چین ناسم معلومات پرمخ وړي او له دې وجې یې ورته د دغې میاشتې لپاره مالي مرستې وځنډولې.

بلخوا د مې پر ۱۸مه ډبلیو ایچ او د مشرانو په غونډه کې ژمنه وکړه چې دا اداره به د کورونا وبا پرضد د خپلې مبارزې خپلواکه ارزونه کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG