د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په دوو جلا پېښو کې اووه عسکر وژل شوي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي، د بلوچستان صوبې په دوو سیمو کې یې له چاودنې او بریده اووه عسکر وژل شوي دي

دوی نن په خپل یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې بیګا د شپې د مچ ضلعې په پیر غایب سیمه کې د عسکرو پر ګاډي د سړکغاړې ماین چاودنه شوې چې پکې شپږ پوځیان او یو ډرایور چې عام وګړی دی، وژل شوي.

بله پېښه هم د دې صوبې د کیچ ضلعې په ماند سیمه کې شوې ده چې پکې د پوځ د وینا ترمخه له ترهګرو سره په نښته کې یو پوځي وژل شوی دی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې پېښو ذمه واري نه ده منلې.

د مې پر اتمه هم پوځ ویلي وو چې د ایران له پولې سره نزدې د سړکغاړې ماین چاودنې یې شپږ عسکر وژلي دي.

په تېرو څو میاشتو کې په بلوچستان کې په پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

په دغه صوبه بلوڅ بېلتونپالي له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بلوچستان پر وسایلو د لا کورواکۍ لپاره وسلې ته لاس کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG