د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: چاودنې شپږ امنیتي سرتېري وژلي


ارشیف
ارشیف

د پاکستان پوځ وايي چې د ايران پولې ته نېږدې یې په یو بمي چاودنه کې د يو افسر په ګډون شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې د مې د اتمې نېتې په ماښام ناوخته، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا عسکر له ګزمې ستنېدل چې د سړک پر غاړه ښخ بم ورباندې چاودلی دی.

خبرپاڼه لیکي چې دا پېښه د بلوچستان د مکران په کېچ سیمه کې شوې ده.

چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG