د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د عسکرو په ډزو د ولسي وګړو د وژلو پرضد احتجاج


شمالي وزیرستان ایدک کې د وژل شویو دوو ولسي کسانو د جنازې لمونځ. ۲۰۲۰، ۱۸ مې
شمالي وزیرستان ایدک کې د وژل شویو دوو ولسي کسانو د جنازې لمونځ. ۲۰۲۰، ۱۸ مې

د شمالي وزیرستان د میرلي په ایدک سیمه کې ځايي ولس له هغه وروسته احتجاج کړی چې د دوی په وينا د امنيتي ځواکونو په ډزو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

د امنيتي ځواکونو په وينا په دوشنبه ايدک سيمه کې د سړک پر غاړه د ښخ کړل شوي بم په چاودنه کې يو پوځي وژل شوی او درې نور ژوبل شوي ول. خو ځايي خلک وايي چې له دې پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه په خپله ولکه کې واخيسته او پر عامو کسانو يې ډزې پيل کړې.

شمالي وزیرستان: د عسکرو په ډزو د ولسي وګړو د وژلو پرضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:34 0:00



د پوځ د ډزو په غبرګون کې ولسي وګړو په سيمه کې احتجاج پيل کړی او ويلي يې دي چې د امنيتي ځواکونو لخوا په وار وار د ولس نه ځورولو ژمنې ورسره شوي خو بيا هم دوشنبه پوځ دوی ته مرګژوبله واړوله.

دا د ۲۰۱۹ ز کال په دسمبر کې په میرامشا کې د امنیتي ځواکونو په ولکه کې د وژل شوي یوه ځوان رضاالله د وژنې خلاف احتجاج دی
دا د ۲۰۱۹ ز کال په دسمبر کې په میرامشا کې د امنیتي ځواکونو په ولکه کې د وژل شوي یوه ځوان رضاالله د وژنې خلاف احتجاج دی

پوځي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي خو له دې وړاندې يې ويلي ول چې دوی د وسله والو پر ضد د امن راوستو لپاره هلې ځلې کوي. که څه هم د پاکستاني پوځ لخوا په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴م کال کې له پيل شوو عملياتو وروسته دا سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړل شوه خو په دا وروستيو کې هلته يو ځل بيا د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې پر امنيتي سرتېرو سربېره يو شمېر ولسي وګړي هم پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG