د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د سږني اختر سندرې هم اغېزمنې کړې


سندرغاړی ګوهر جان

اختر ته ځکه خوشالېږم
چې مرور اشنا مې کلي ته راځينه

په اختر کې پښتانه دې ته هم خوشاله وي چې د خوښې سندرغاړي به يې نوې سندرې ورته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



خو سږ وړوکی اختر په داسې حال کې راغی چې د هېواد، بلکې د ټولې نړۍ خلک د کورونا وايرس وبا پرېشانه کړي دي

د سيمې سندرغاړي وايي، دوی بيا هم هڅه کړې چې په اختر کې د خپلو مينه والو د نويو سندرو اورېدو تنده ورماته کړي.

سندرغاړی کرن خان، چې وخت په وخت نوې سندرې خپروي، وايي خپلو مينه والو ته به د اختر ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډالۍ د ټپيزو په شکل کې وړاندې کړي.

نوموړی البته زياتوي چې د کورونا وبا سندرغاړي پرېنښودل چې زياتې سندرې جوړې او خپرې کړي.

اسفنديار مومند د اشتنغر يو ځوان سندرغاړی دی. دی وايي، په اختر کې به د ټپو ترڅنګ دوه سندرې هم خپرې کړي.

دی زياتوي، سره له دې چې د کورونا وايرس خطر موجود وو، دی سټو‌‌‌‌‌‌ډيو ته تللی چې خپلو مينه والو ته نوې سندرې جوړې کړي.

ستاره يونس د پېښور يو نوميالۍ سندرغاړې ده. د دې مورنۍ ژبه پښتو نه ده، خو سندرې پرې ويلای شي.

نوموړې د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ثبتوي خو وايي چې د کورونا وبا له لاسه په کور پاتې او وړوکي اختر ته يې سندره نه ده جوړه کړی شوې.

اغلې يونس د خپلو سندرو له مينه والو غواړي چې د اختر خوشالۍ په سادګۍ ولمانځي او له کورونا وايرسه د حفاظت لارې چارې هېرې نه کړي.

سندرغاړی سرفراز، چې دی هم په پېښور کې اوسي، اختر ته يې د رحمت شاه سایل يو غزل ثبت کړی.

دی وايي، ځان مکلف بولي چې د کورونا وبا په شپو ورځو کې پښتنو ته د خپلو سندرو له لارې د ساعتېرۍ موقعې په لاس ورکړي.

له وطنه د باندې مېشت سندرغاړي هم تر خپله وسه کوښښ کوي چې د خپلو خلکو په هره خوشالۍ او هر غم کې د خپل هنر له لارې شريک شي.

سندرغاړی همايون صاحبزی په لندن کې اوسي او وايي، کوچني اختر ته يې د خپل کوچني زوی په مرسته يوه سندره جوړه کړې ده.

د ده په خبره، اختر په خپل وطن او د خپلو خلکو په منځ کې زيات خوند کوي.

پښتانه سندرغاړي، چې اختر ته يې سندرې جوړې کړي، هيله من دي چې نوي هنري کارونه به يې نه يوازې خلک خوښ کړي بلکې هغوی به د مينې يوه ژوند کولو ته هم وهڅوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG