د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا سوداګر وايي ، حکومت دې ټیکسونه را معاف کړي


افغانستان ته د تلونکو ټرکونو عکس
افغانستان ته د تلونکو ټرکونو عکس

پېښور – د خیبر پښتونخوا تاجران او سوداګر وايي د کورونا وایرس له کبله لګیدلي ټولبند کې یې په اربونو روپیو تاوان شوی دی.

دوي غوښتنه کوي‌ چې صوبايي‌ او مرکزي حکومت باید په ټیکسونو کمولو او بغیر سوده قرضو ورکولو کې مرستې ورسره وکړي.

د دوي په وینا ، که داسې وشي نو له دې سره به دوي بیا خپلو روزګارونو او صنعتونو ته دوام ورکړي.

خیبر پښتونخوا د د سوداګرو د اتحادیې یا چیمبر آف کامرس مشر اینجنیر مقصود انور پرویز د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې خیبر پښتونخوا له وړاندې افتونو او ترهګرۍ ځپلې ده او اوس د کورونا ټولبند دوي په مالي توګه ډیر اغیزمن کړي دي.

ده وویل ، “ موږ تيرو ورځو کې اندازه ولګوله نو د تنخاګانو ، بلونو او دفتري خرڅو په مد کې مو دوه اربه روپۍ تاوان کړی دی.”
ده وویل چې دا یې لومړۍ غوښتنه ده چې وفاقي حکومت که د دې څو میاشتو ټیکسونه کموي نه نو کم دې کړي.

د ده په وینا دوي دا وخت ۳۲ فیصده ټیکس مرکز او صوبې ته ورکوي.

خیبر پښتونخوا کې د زنانو د سوداګرۍ د اتحادیې پخوانۍ مشره شمامه ارباب وایي چې نور کله حکومت مرستې زیاتره غټو صنعتونو او کاروباریانو سره کړې دي خو باید دا ځل له وړو کاروباریانو پیل وکړي‌.

د دې په وینا دا ځکه چې شاوخوا ۸۰ فیصده روزګارونه هم دا واړه کاروباریان او صنعتونه ورکوي کم چې دا وخت ډیر اغیزمن شودي.

نوموړې وویل ، “ په لویو کاربارونو کې ډير تعليم يافته او هنر واله کسان غواړي خو دلته زياتره خلک بې تعليمه يا کم تعليم يافته وي نو هم دا واړه کاروباريان دوي ته روزګارونه ورکوي.”

د خیبر پښتونخوا د محنت مزدورۍ صوبايي وزیر شوکت یوسفزي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې مرکزي او صوبايي‌ حکومت دواړو په دې اړه ګامونه پورته کړي دي.

ده وویل ، “ مرکزي حکومت ډير ريليف ورکړی دوي ته او دا وبايي حالات یوازې دې صوبه کې نه بلکې په ټول ملک او ټولو صوبو کې دي نو ټولو لپاره يو شان اعلانات شوي دي او صوبايي حکومت هم چې ګامونه پورته کوي نو د يو کس لپاره نه د ټولو لپاره به وي .”

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت دواړو د مې پر نهمهد تاجرانو تر غوښتنو وروسته پهټولبند کې د نرمۍ اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG