د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور لیډي ریډینګ روغتون ډاکټران ولې دندې پرېږدي؟


د یو ډاکټرې پخوانی عکس
د یو ډاکټرې پخوانی عکس

پراګ - د پیښور د لیډي ریډینګ روغتون د جدي ناروغانو د څانګې مشرې او مرستیالې پروفیسرې ډاکټرې عایشه مفتي د مې پر ۱۵مه د روغتیا د څانګې د مشر په نوم په یو لیک کې ویلي چې ؛ هسپتال د کورونا د ناروغانو د درملنې لپاره چمتو نه دی.

د دې په وینا دا ځکه چې په دغه اړه له وخته څه منصوبه بندي نه ده شوې او که چارواکیو څه ګامونه پورته کړي هم دي نو د جدي ناروغانو د څانګې ډاکټران يي ترې نه دي خبر کړی .

نوموړې ویلي چې د جدي ناروغانو په څانګه کې داسې ډاکټران او د روغتیا عمله په کار ګمارل شوې ، چې اړینه تجربه او صلاحیت نه لري.

په دغه اړه مو د ډاکټرعایشه مفتي سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

بل خوا د لیډي ریډینګ روغتون انتظامیه وايي چې د ډاکټر عایشه مفتي د استعفا خواست يي لا نه دی منظور کړی.

د روغتون ویاند محمد عاصم د مې پر ۱۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ډاکټران د کار له کبله تر ډیر فشار لاندې دي او انتظامیه دوي ته د اسانتیاو ورکولو ته ژمنه ده.

په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو د اتحادیې مشر ډاکټر امیرتاج خان وايي چې په هسپتالونو کې د اسانتیاو د نیشتوالي او حفاظتي الاتو د نیشتوالي له کبله ډاکټران خپلې دندې پریښودو ته اړ شوي دي.

نوموړی وايي چې دا وخت په صوبه کې ۱۲۰۰ نوي اخیستل شوي ډاکتران خپله وظیفه ترسره کوي خو تنخاګانې ورته نه ورکول کیږي.

په صوبه کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې - ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن - یوه مشره ډاکټر جویریه حیات خان وايي چې ډاکتران له ډیرو ستونځو سره مخ دي او بل خوا په صوبه کې د کورونا د رنځورانو شمیره هم په ډیریدو ده.

نوموړې زیاته کړه چې تر ډاکټر عایشه مفتي وروسته د مې پر ۱۶مه څلور نورو ډاکترانو هم استعفا ورکړې دي.

نوموړې زیاته کړه چې د ډاکټر عایشه مفتي استعفا د سوشل میډیا له لارې ولس ته رسیلې ، او دا ډیر بد وخت دی چې ډاکټران د حکومت د بیغورۍ له کبله له خپل کاره په شا کیږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ادعا کوي چې د کورونا د وبا په ورځو کې يي هسپتالونو ته اړینې اسانتیاوې ورکړي دي او په دغه اړه نورې هڅې هم کوي.

د روغتیا صوبايي څانګې د مې پر ۱۱ مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د رسمي طریقه کار عملي کولو نه وروستو به نوویو ګمارل شویو ډاکټرانو ته تنخاګانې ورکوي.

د کورونا وایرس لپاره د خیبر پښتونخوا د روغتیا د څانګې ویاند ډاکټر اکرام الله مشال راډیو ته ویلي چې ډیر زر به د لیډي ریډیینګ روغتون په ګډون د صوبې په ټولو هسپتالونو کې د دوایانو او الاتو د کمي ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG