د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اپوزېشن وايي په این ایف سي کې خپل استازی غواړي


د بلوچستان اسمبلۍ
د بلوچستان اسمبلۍ

پېښور - په بلوچستان کې د حکومت مخالفه ګوندونه وايي، په ملي مالیاتي کمیشن کې د بلوجستان د استازتوب لپاره له دې صوبې یو تن نه دی اخیستل شوی کوم چې د دوي په وینا له صوبې سره ناانصافي ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سېنېټر عثمان کاکړ د مې پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې له سیند صوبې سره اړه لرونکی جاوید جبار به په ملي مالیاتي کمیشن کې د بلوچستان نماینده نه مني.

د پاکستاني رسنیو له مخې اسلم بوتاني هم د جاوید جبار په ټاکلو تنقید کړی دی. جاوید جبار سره مې د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نشو.

هلته د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شهوانی بیا وايي چې په کمیشن کې د بلوچستان استازیتوب لپاره د هغې صوبې پر ځای له بلې د یو تن ټاکل اییني فیصله ده.

هغه زیاته کړه، “د ایین په ۱۶۰مه ماده کې دا ویل شوي دي چې د نیشنل فاینانس کمیشن مشر به د خزانې وزیر وي او د څلورو واړو صوبو د خزانې وزیران به یې غړي وي. نو دغسې له وړاندې زموږ د خزانې وزیر د کمیشن غړی دی. په ایین کې داسې نه دي ویل شوي چې د کمیشن غړي به د کومې نه وي او قابلیت و صلاحیتونه به یې څه وي”.

د ده په وینا ، غړي څوک هم کیدای شي او دا څه لومړی ځل نه دی چې له بلې کومې صوبې یو تن د بلوچستان لپاره اخیستل شوی دی.

ده زیاته کړه چې تر دې وړاندې له سینده قیصر بنګالی او بیا وروسته له اسلام اباده ګل فراز د بلوچستان استازیتوب کړی دی.

د پاکستان حکومت د مې پر ۱۲مه نوی ملي مالیاتي کمیشن جوړ کړ. د دې لس کسیزه کمشن مشري به د وزیراعظم د خزانې لپاره سلاکار عبدالحفیظ شیخ کوي. دا کمیشن د صوبو لپاره څومره مهمه دی؟

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د دې پوښتنې په ځواب کې وايي چې دا د صوبو او وفاق ترمنځ مختلفې مالیاتي مسلې هواروي.

ده وویل ، “حکومت وايي چې صوبو ته پیسې ورکوو نو دا به ګوري چې د وفاق صورتحال څنګه دی. دفاع ته چې کومې مسلې پېښې دي نو هغې ته به ترجیح ورکول کیږي.”

د اکرام هوتي په خبره، په پاکستان کې له ۲۰۱۰ م کاله وروسته این ایف سي ایوارډ نه دی اعلان شوی.

ده وویل چې هغه اووم این ایف سي ایوارډ وو چې پکې د صوبو مجموعي برخه ۵۷ اعشاریه پنځه او د وفاق برخه ۴۲ اعشاریه پنځه ټاکل شوې وه.

XS
SM
MD
LG