د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې درې جینکۍ د ناموسي وژنې ښکار شوي


پولیس وایي،‌ په شمالي‌ وزیرستان کې درې جینکۍ پر ټولنيزو رسنيو د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته وژل شوي‌ دي.‌

د پولیسو په خبره دا د ناموسي وژنو پېښه ده چې دوی یې پلټنې پیل کړي دي.‌ په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکو پر دغه پېښه خپګان څرګند کړی دی‌.

د ښځو د حقونو ځېنو مبارزانو له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي په پاکستان کې د ناموس په نوم وژنې په زیات شمېر کې مخې ته را روانې دي چې یوه مهمه وجه یې د موجوده قوانینو په سمه توګه نه عملي‌ کېدل او ککړ کسان له سزا نه بچ پاتې کېدل دي.‌

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ‌ غړې عایشه بانو وايي حکومت ژمن دی چې له داسې پېښو ښځې و ژغوري‌.‌ ملیحه امیرزاده پر دې موضوع راپور لري چې لاندې يې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

شمالي وزیرستان کې درې جینکۍ د ناموسي وژنې ښکار شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG