د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا وايرس سره به په ژوند تيرولو ځان بلدوو: عمران خان


وزيراعظم عمران خان
وزيراعظم عمران خان

پراګ: د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د کورونا وايرس ضد واکسين د روان کال تر اخري پوري نشي جوړيدي نو ځکه ولس دې وبايي ناروغۍ سره خپل ځان بلد کړي.

عمران خان د مې پر ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې تر نامعلومې مودې پوري ټولبند یا لاک ډاون نشي عملي کولای.

د ده په وینا دا ځکه چې خلک به له لوږي مړه شي.

عمران خان دا څرګندوني په داسي حال کې کړې دي چې د تېرو میاشتو پرتله په مې مياشت کې په پاکستان کې د کورونا وايرس د مثبتو پيښو شميره څو چنده زياته شوې ده.

عمران خان د مې په ۱۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې کورونا وايرس د ټولو ژوند اغيزمن کړی دی او د دې اثرات به تر ډيرې مودې وي.

د عمران خان په وینا د کورونا وایرس مخنیوي لپاره ټولبند تر پنځلس کړوړه خلک متاثره کړي دي.

نوموړي په خبرو کې د روغتياپالانو د اندښنو په اړه وويل چې ټولبند لري کولو مقصد پنځويشت ميليونه مزدوران او نورو کارکونکو ته روزګار ورکول وو.

وزيراعظم زياته کړه چې د سختو حالاتو باوجود له کورونا وايرس متاثره شويو غريبانو او وګرو لپاره يې د اته اربه ډالرو پيکج ورکړی دی.

په پيښور کې د مشرق ټيلي ويژن د خبرونو او روانو چارو مشر محمود جان بابر د مې په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت له لومړۍ ورځې پوه نه وو چې څه کول پکار دي.

ده وویل ، " حکومت سره د ډيرو پوښتنو ځوابونه نشته. په هېواد کې د ټولبند له وجې غريبان متاثره شوي او حکومت يې په چل نه پوهيږي. حکومت دا اعلان هم ځکه وکړو چې بله لاره ورسره نه وه."

وزيراعظم ولس ته وايي خپل ځان پخپله وساتئ: انعام خټک


په اسلام اباد کې د ډان ورځپاڼې خبريال انعام الله خټک د مې په ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د وزيراعظم له څرګندونو داسي برښي چې دوي سره څه تګلاره نشته.

ده زیاته کړه ، "له دې بيان ښکاري چې رياست سنجيده نه دي. حکومت د کورونا وايرس پرځاي د اپوزشن ګوندونو مشرانو پسي شوي دي. دا ښکاره شوه چې د پاکستان ولس خپل ځان پخپله خيال وساتي، حکومت ته سترګې مه نيسئ."

وزيراعظم عمران خان دا خبري په داسي حال کې کړې چې په پاکستان کې د کورونا وایرس د نویو ناروغانو او مړو په شمېر کې زیاتوالی راتله ډېر شوي دي.

XS
SM
MD
LG