د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ کې د کاټن ملز مزدوران وايي د اپرېل تنخا نه دي‌ ورکړل شوې


په کوهاټ کې مظاهره
په کوهاټ کې مظاهره

کوهاټ - د خېبر پښتونخوا د بابري کاټن ملز يا د پنبې کارخانې سلګونو مزدورانو د خپلو تنخاګانو لپاره د مې پر ۱۵مه احتجاج کړی او د کارخانې مخې ته یې سړک تړلی وو.

يو مزدور چې خپل نوم يې نه ښودل غوښتل او په مخ يې ماسک هم وو مشال راډیو ته یې وويل چې کورونا وايرس له کبله کارخانه تړل شوې وه او اوس ورته د کارخانې انتظاميه د يوې مياشتې تنخا ورکولو کې نن سبا کوي خو حکومت هم ورسره لا تر اوسه هېڅ مرسته نه ده کړې.

مزدورانو وويل چې په ياده کارخانه کې تر ۲۰۰۰ زيات مزدوران کار کوي چې پکې ډېر مزدوران داسې هم دي چې له نورو ضلعو ورغلي‌ دي.

د دوي په وینا د کورونا وايرس له کبله د کارخانې تړل کېدو دا کسان پر کور کښېنولي‌ دي او د کارخاني انتظامیې ورته ویلي وو چې د کار بیا پیل ته دې تیار اوسي.

خو د دوي په وینا ، کله چې مياشت رانوې شوه نو اوس د کارخانې انتظاميه ورته د اپرېل مياشتې تنخا ورکولو نه ډډه کوي.

د خیبر پښتونخوا له بنو سره اړه لرونکي د ولياز په نامه یو مزدور مشال راډیو ته وویل چې که دوی ته تنخا ورنکړای شوه نو دوی به قرضې څنګه لنډوي او د بجلۍ بلونه به له کومه پوره کوي.

د کارخانې اړونده چارواکو د مزدورانو د غوښتنو او احتجاج په اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه.

احتجاج کوونکو له ځايي پوليس او ضلعې انتظاميې سره تر خبرو وروسته سړک د ټرافيک لپاره خلاص کړ.

د ضلعې انتظاميې يو چارواکي مشال راډیو ته وويل چې د کارخانې انتظاميې دوی ته باور ورکړی چې په را روانه اونۍ کې به مزدورانو ته د تېرې مياشتې تنخا ورکړي.

د کورنا وایرس مخنيوي‌ لپاره د ټولبند له کبله د مارچ پر ۲۵مه د تجارتي مرکزونو په ګډون د پنبې کارخانې هم تړل شوي وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG