د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیډي ریډنګ روغتون کې د کورونا حفاظتي سامان کمی دی: ډاکټران


په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنیوي‌ هلې ځلې (پخوانی عکس)
په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنیوي‌ هلې ځلې (پخوانی عکس)

پېښور – په پېښور کې لیډي ريډنګ روغتون د خيبر پښتوخوا تر ټولو لوی روغتون دی چې د پېښور او د صوبې د نورو برخو تر څنګ له افغانستان څخه هم خلک علاج له ورځي.

د یاد روغتون چارواکي وايي‌ چې د کرونا وایرس له خپرېدو سره هلته د ناروغان ورتګ نور هم زیات شوی دی.

د ليډي ريډنګ روغتون انتظاميې د صحت له محکمې غوښتنه کړې ده چې د کرونا وایرس د ناروغانو درملنې لپاره دې د یاد روغتون کارکوونکو ته ضروري حفاظتي سامانونه ورکړي.

د روغتون انتظامیه وايي چې تر اوسه یې د ډاکټرانو په ګډون تر ۷۰ زیات کارکوونکي‌ په کورونا وایرس اخته شوي‌ دي.

د ليډي ريډنګ روغتون وياند محمد عاصم مشال راډيو ته وويل چې په روغتون کې د کرونا وایرس له کبله ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او له روغتون سره د حفاظتي‌ سازمان کمی دی.

محمد عاصم وویل چې د روغتون ګايني وارډ کورونا وهلی دی او هلته تر ۷۰ زیات کسان په دې ناروغۍ اخته شوي‌ دي‌ چې له کبله یې هغه وارډ اوس تړل شوی دی.

په دې روغتون کې کار کوونکي ډاکټر منیر حسن مشال راډیو ته وویل چې له کرونا وایرس څخه د ځان ساتلو سامان کم دی نو ځکه ګڼ شمیر ډاکټران او نور کارکوونکي‌ په دې وبا اخته شوي دي.

ډاکټر منیر حسېن زیاته کړه چې دوي‌ د دې سامان پوره کولو لپاره چندې کوي‌ چې هم ځان او هم نور همکاران له دې ناروغۍ وساتي.

د کورونا وایرس په اړه د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې ویاند ډاکټر اکرام الله خان مشال راډيو ته وویل چې دوي به نه یوازې په لیډي ریډنګ روغتون کې بلکې د صوبې په ټولونو روغتونونو کې دا کمی پوره کړي.

د مې تر ۱۶مې ، په لیډي ریډنګ روغتون کې ۳۸ دیرش ناروغان ، په حیات اباد میډیکل روغتون کې ۸۲ او په خیبر ټیچنګ هسپتال کې ۳۷ د کرونا وایرس ناروغان داخل دي.

د سرکاري شمیرو له مخې ، د مې تر ۱۶مې په ټوله خیبر پښتونخوا کې تر ۵۶۰۰ زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

کورونا تر یادې نېټې په صوبه کې ۲۹۱ کسان وژلي او تر ۱۶۰۰ زیات ورڅخه روغ شوي‌ هم دي.

XS
SM
MD
LG