د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورونا وبا پر وړاندې تګلاره نه لري: احسن اقبال


د پاکستان پارلمان وداني
د پاکستان پارلمان وداني

د مې پر ۱۵مه د قامي اسمبلۍ غونډې په اخري ورځ په خپلې وينا کې د مسلم ليګ (ن) پارلېماني استازي احسن اقبال په حکومت نيوکې په کولو سره وويل په درې مياشتو کې تر اوسه د کورونا متعلق حکومتي پاليسي مخې ته رانغله چې په څه ډول به د دې وبا مقابله کوي.

د مې پر ۱۵مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وينا کې احسن اقبال وويل، دې بحران له کبله حکومت ته يوه ښه موقعه په لاس ورغلې وه چې اتحاد او اتفاق يې پيدا کړې وې خو وزير اعظم عمران خان نه صرف له اپوزيشن سره يو ځای کيناستو نه انکار وکړو بلکې حکومت د حالاتو په حوالې سره د مشاورت کولو زحمت هم ونکړو.

د نوموړي وينا وه پاکستان د نړۍ هغه يوازينې ملک دې چې پکې يو خوا کورونا وايرس په تيزۍ سره خورېږي نو بلخوا حکومت ټولبند ختم کړو او خلکو ته يې په بازارونو، سړکونو او هر ځای کې د راغونډيدو اجازه ورکړه زموږ حکومت له د دې وايرس مخنيوي لپاره چې کوم ګامونه پورته کول پکار وو نو له بده مرغه هغه يې پورته نه کړل.

د احسن اقبال وينا وه پکارخو دا وو چې د قامي اسمبلۍ غونډه پېل کېدو نه وړاندې په ليکلي بڼه د حکومتي تګلارې او کارکردګۍ کاپيانې موږ ته راکړې شوې وې چې پرې د بحث وروسته موږ خپله رايې ورکړې وې.

نن د غونډې پر درې مه ورځ هم د اپوزيشن ګوندونو ځينو غړيو د کورونا وايرس مخنيوي نه متعلق په حکومتي تګلارې نيوکې وکړې خو د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر بيا د قامي اسمبلۍ غونډې ته وويل وزير اعظم عمران خان چې به په لومړیو ورځو کې کومه خبره کوله چې د لاک ډاون به تر ټولو زيات اثرات په غريبو خلکو پريوځي نو نن د نړۍ زياتره ملکونو ته د دې خبرې احساس کېږي او هغوی هم په لاک ډاون کې نرمي راوستل پېل کړي دي.

د نوموړي وينا وه: "د مسلم ليګ ن د يو غړي دا وينا چې صحيح طريقه کار دا وو چې که د شپږو اونيو لپاره هر څه په مکمله توګه بند کړی شوی وې نو نن به د ملک نه کورونا وايرس ختم شوې وې نو زه ورته دا ويل غواړم که پاکستان کې د تحريک انصاف حکومت دغلطو پاليسيانو له کبله دا وايرس خور شوې نو امريکا، اروپا، هند، ايران او د نړې نورو ملکونو به دا تجربه کړې وې او هغلته به دا وايرس نه خپرېدوی.

د اسد غمر په وينا، "کورونا وايرس دا وخت د نړۍ په ټولو ملکونو کې خور شوې دې او چې کومو ملکونو د سختو بنديزونو وروسته ترڅه حده په دې وايرس قابو وموندو او چې څنګه يې په ټولبند کې نرمي راوسته نو هغلته دا وايرس بيا خپرېدل پېل شو. ترڅو چې وېکسين تیار نکړې شي نو تر هغه وخته به موږ له دې وبا سره ژوند تيرول وي."

د قامي اسمبلۍ غونډه د اپوزيشن ګوندونو په غوښتنه د کورونا وايرس له کبله پيدا شوو حالاتو بحت لپاره رابللې شوې وه کومه چې د حکومتي او اپوزيشن ګوندونو د غړو د ويناګانو وروسته نن د نامعلومې مودې لپاره وځنډولې شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG