د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا د خیبر پښتونخوا مرومرو کارخانې په ټپه درولې


د بونېر د مرمرو مزدوران اسانتیاوې غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:57 0:00

د بونېر د مرمرو مزدوران اسانتیاوې غواړي

په خیبر پښتونخوا کې د مرمرو کاڼو (ماربلو) کارخانو مالکان وایي د کورونا وایرس د وبایي صورتحال له وجې یې کاروبارونو ته تاوانونه اوښتي دي.

دوی وایي، که څه هم حکومت د دې کارخانو د خلاصولو اجازت ورکړی دې خو کار یې ډېر کم شوی دی او مالونه یې هم پنجاب او یا د ملک نورو بر خو ته لا نه ځي.

د صوبې د مرمرو کارخانو سازمان مشر سجاد خان وایي په خیبر پښتونخوا کې نږدې څلور زره د مرمرو کارخانې دي چې پکې تر یو لاکو پورې یوازې مزدوران کار کوي او په تېرو دوو میاشتو کې د صوبې هرې کارخانې ته د لکونو روپو تاوانونه اوښتي دي.

بلخوا په بونېر ضلعه کې د مرمرو کارخانې یو مالک سردار حسېن وایي، یوازې په بونېر کې د مرمرو څه باندې څلور سوه کارخانې دي چې پکې په زرګونه مزدوران کار کوي. ''په بونېر کې د مرمروکارخانې دا وخت د ۱۰ نه تر ۱۵ لکو روپو پورې د میاشتې د تاوان سره مخامخ دي، موږ مزدورانو ته هم پیسې ورکوو، د کانونو مالکانو ته هم ورکوو، زموږ کارونه خو پیل شوي دي خو مالونه نه خرصیږي ځکه چې مارکیټ بند دی، زموږ د میاشتې د شپږو لکو نه تر اوو لکو پورې د بجلۍ بل دی نو دا ټول تاوانونه دي.''

هلته په مردان کې د مرمرود یوې کارخانې مالک علي خان وایي په مردان کې د مرمرو نږدې درې سوه کارخانې دي. نوموړی وایي، حکومت د دوی کاروبارونو ته اجازت ورکړی خو مالونه یې وړاندې نه خرصېږي: ''مارکیټ لاندې تللی دی، زموږ زیاتره مالونه پنجاب ته ځي نو لا هغه لار بنده ده، د کومو خلکو چې د اېجارو کارخانې دي په هغو د ورځې ورځې کرایانې اوړي.''

د خیبر پښتونخوا د مرمرو کارخانو سازمان مرکزي مشر سجاد خان وایي په خیبر پښتونخوا کې نږدې څلور زره د مرمرو کارخانې دي چې پکې تر یو لاک پورې یوازې مزدوران کار کوي.

نوموړی وایي، د مرمرو کارخانې د صوبې په هغو صنعتونو کې راځي چې صوبې ته امدن هم ورکوي خو د کورونا وایرس د وبایي صورتحال له وجې هره کارخانه په لکونو روپو تاواني شوې ده. ''د مرمروکارخانې دوه میاشتې بندې وې، په زرګونو خلک بې روزګاره شول، که اوس حکومت پرانستلي دي، خو لا هم کاربار پورته شوی نه دې. د مرمرو کانونه هم اوس پرانستل شول. کارخانه دار ډېر پرېشانه دي. په هره کارخانه کې تر ۴۰ پورې یوازې مزدوران وي. یوازې په مردان کې ووه زره مردوران د مرمرو په کارخانو کې کار کوي، حکومت لا هم د دوی د ازالې لپاره څه نه دي کړي.''

د صوبایي حکومت د کانونو او معدنیاتو خصوصي سلار کار محمد عارف وایي په صوبه کې د مرمروپشمول د نورو کاخانو د پرانستلو اجازت یې ورکړی او پر ځینو نورو مسلو یې کار کوي: ''د کابېنې په تېره غونډه کې ما د مرمرود کارخانو د پرانست او وړاندیز وکړ، ځکه دغلته مزدوران له یو بل نه په فاصله کې وي، نو د وایرس د خورېدو خطر کم دي،بله دا چې صنعتونه باید بحال شي. بله دا چې موږ ته څومره د مرمرو په تړاو د ایجارو درخواستونه راغلي نو د دغې پر منظورولو هم کار کوو، خاص کر په قبایلي ضلعو کې.''

د خیبر پښتونخوا په مومندو، سوات، بونېر او چترال پشمول په یو شمېر نورو سیمو کې د مرمرو غرونه دي، چې د روزانه په حساب ترې په زرګونه ټنه کاڼې د صوبې کارخانو ته وړلی شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG