د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورونا مخنیوي لپاره سمه تګلاره نه لري: عباسي


په لاهو کې د نمازیانو تبه کتل کېږي.
په لاهو کې د نمازیانو تبه کتل کېږي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شاهد خاقان عباسي د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره پر حکومتي تګلاره انتقاد کړی دی.

نوموړي د مې پر ۱۳مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل، حکومتي چارواکي هره ورځ غونډې کوي او ادارې یې جوړې کړې دي خو پر دې سربېره د کورونا وایرس مثبتې پېښې زیاتېږي.

ده وویل، حکومت دې ورته ووايي چې د وایرس کنټرولولو لپاره یې څه تګلاره جوړه کړې؟ عباسي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵،۷۸۸ ته رسېدلی دی.

د وایرس پېښو په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، تر نن سهاره کووېډ – ۱۹ ناروغۍ په هېواد کې ۷۷۰ کسان وژلي خو تر ۹،۶۰۰ زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د اپوزیشن نیوکو په ځواب کې د تعلیم وزیر شفقت محمود وویل چې حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې د ناروغۍ د مقابلې هوډ کړی.

ده وویل، د وایرس د مخنیوي لپاره په حکومتي رابطه کمېټۍ کې اپوزیشن او د څلورواړه صوبو اعلا وزیران هم شامل دي. محمود زیاته کړه چې حکومت ټولبند اعلان کړ چې مثبته نتیجه یې ورکړه خو ورسره د کاروبارونو بیا پرانیستو پرته بله چاره نه وه.

د قامي اسمبلۍ غونډه د کورونا وایرس وبا له وجې پر پیدا شویو حالاتو وربلل شوې چې پکې د مې پر ۱۱مه هم د اپوزیشن غړو پر حکومتي اقداماتو نیوکې وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG