د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورونا وایرس په مخنیوي کې ناکامه شوی: اپوزېشن


کراچۍ کې د روغتیا یوه کارمنده د یوه سړي ریکارډ اخلي. ۲۰۲۰، ۷ اپرېل
کراچۍ کې د روغتیا یوه کارمنده د یوه سړي ریکارډ اخلي. ۲۰۲۰، ۷ اپرېل

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشرانو د مې ۱۳مه غونډې پر مهال پر واکمن تحريک انصاف ګوند نيوکې کړي چې د کورونا وايرس مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

د پيپلز پارتۍ يو مخکښ او پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف په اسلام اباد کې د اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره پر وخت ګامونه پورته نه کړل نو ځکه هېواد له داسې حالاتو سره مخامخ دی.

نوموړي وويل، چې په موجوده هنګامي حالاتو کې د وزيراعظم ذمه واري جوړېدله چې ټول قام يې رایوځای کړی وی خو هغه د صوبو د مشرانو خبرو ته پام نه کوي.

د مسلم ليګ (ن) يو مخکښ او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اسمبلۍ غونډې ته وويل چې حکومت د صحت له بحرانه د راوتو لپاره څلور نکاتي سټراټېژي جوړولو کې ناکامه شوی دی.

عباسي وويل چې په ټوله نړۍ کې په داسې بيړنېو حالاتو کې حکومتونه څلور نکاتي سټراتيجي جوړوي چې په کې پوهاوې، مخنيوې، د صحت خدمات رسول او اقتصادي نظم شامل وي.

خو د واکمن تحريک انصاف ګوند مخکښ او وفاقي وزير شفقت محمود د اپوزشن ګوندونو مشرانو تنقيدونه رد کړل او ویې ويل چې په دې سختو حالاتو کې د اپوزیشن مشرانو ته پکار وه چې د کورونا وايرس خلاف مبارزه کې یې له حکومت سره مرسته کړې وې، خو هغوی تنقيد کوي.

وفاقي وزير زياته کړه چې حکومت د کورونا وايرس خوريدو مخنيوي لپاره اړين ګامونه پورته کړي دي او همدغه وجه ده چې په ملک کې حالات د اروپايي هېوادونو پشان نه دي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه د نهې د ورځې راهیسې د دریو ورځو لپاره پیل شوه.

د اسمبلۍ د درې ساعته غونډې يو نکاتي ايجنډه د کورونا وايرس خورېدو پس د حالاتو په اړه بحث کول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG