په پاکستان کې که يو خوا لسګونه زره کسان په کورونا وايرس اخته شوي نو بلخوا هلته سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم له دې ناروغۍ اغېزمن شوي دي.
دوی اوس هم په روغتونونو کې د بېلا بېلو ناروغانو درملنه او عمليات کوي.
احمد شاه اعظمي د پاکستان د ډاکټرانو اتحاديې د بلوچستان څانګې له يو مشر او نيورو سرجن ډاکټر مصطفی وردک سره خبرې کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتلي چې په پاکستان کې څومره ډاکټران په کورونا وايرس اخته شوي او ورڅخه مړه شوي دي؟
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.