د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر په کورونا وایرس اخته شوی دی


علي وزیر
علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان پارليمان غړی علي وزیر په کورونا وایرس اخته شوی دی. د هغه ملګري، د پارليمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو بل مشر محسن داوړ نن د مې په دولسمه پر ټويټر د دې خبر په ورکولو سره ويلي چې علي وزیر احتياطي تدابير پېل کړي دي.

تر دې مخکې د پارليمان سپېکر او تحریک انصاف غړي، اسد قېصر، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی کامران بنګښ او د سند صوبې ګورنر عمران اسماعيل هم په کورونا وایرس اخته شوي وو.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکې، سرکاري ويب سایټ ليکلي چې د مې تر دولسمې پورې په ټول ملک کې په کورونا د اخته کسانو شمېر دوه دېرش زره، شپږ سوه او څلور اويا ته رسېدلی دی، ۷۲۴ ترې مړه شوي او ۸۵۵۵ ترې رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG