د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د ۱۸م ترميم بدلولو اراده نه لري: قرېشي


د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، حکومت يې د ۱۸م ترميم د بدلون اراده نه لري.

هغه نن [د مې پر ۱۲مه] په سېنټ کې د خبرو پر مهال وويل چې په دې اړه د اپوزيشن اندېښنې بې ځایه دی.

تر دې مخکې د تحريک انصاف ګوند يو مشر غړي او د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر ويلي وو چې له کورونا وایرس سره به مبارزه کې ۱۸م ترميم د وفاقي حکومت واکونه محدود کړي نو ځکه بايد ورته بيا کتنه وشي.

د نوموړي څرګندونې پر داسې مهال راغلې چې جمعت علمای اسلام ف د پاکستان په اتلسم اییني ترمیم کې د ممکنه بدلونونو او يا د صوبو اختيارات بیرته اخېستلو په لړ کې د جون پر شپږمه نېټه په پېښور کې ټول ګونديزه غونډه رابللې ده.

د یاد ګوند د اطلاعاتو صوبايي سيکټري جليل جان مشال ريډيو ته وویل چې د پاکستان تحريک انصاف موجوده مرکزي حکومت لخوا داسې خبرې کېږي چې ګنې د پاکستان د آٸين اتلسم ترمیم بیرته واخلي او يا تر دې لاندې صوبو ته ورکړل شوی واک او اختيار کموي نو ځکه دوي په راتلونکي شپږم جون د ټول ګونديز غونډه رابللو پرېکړه کړېده چې په پېښور کې به وي او د آيني بدلون، اين ايف سي (نیشنل فائننس کمیشن ) ايوارډ نه ورکول او کرونا وبا کې د حکومت ناکامه پاليسۍ باندې به پکې خبرې اترې کېىږي.

چمعیت علمای اسلام ف پر اتلسم ترمیم ټولګوندیزه غونډه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستانیو رسنیو کې د دې هېواد واکمن چارواکي بیا بیا په خپلو څرګندونو کې داسې اشارې ورکوي چې اتلسم ترمیم باید ونغاړل شي خو داسې ممکنه اقداماتو پروړاندې بیا ګڼ سیاسي ګوندونه دریځ لري چې هېڅکله به عمران خان حکومت دې کار ته پرېنږدي.

د عوامي نيشنل ګوند مشراسفندیار ولي خان هم وخت په وخت په خپلو ویناګانو کې دړکه کړې چې کله به وفاقي حکومت دې ته پرېنږدي چې اتلسم ترمیم وچېړي.

پاکستان پييپلز ګوند چې د اتلسم ترمیم په راوړلو کې یې د سر سر مهم کردار لوبولو وو وايي چې دوی به کله هم یاد ترمیم نغاړلو ته برېنږدي. د ګوند سېنېټر بهره مند خان تنګی وايي، پاکستان تحريک انصاف خپلو ناکامو پټولو لپاره اوس له صوبو نه د اختياراخېستو هڅه کوي او زیاتوي چې د دې اقدام به په ګډه مخه نیسي.د یادلو ده چې له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې چې له کله نه کرونا وایرس په پاکستان کې وبايي بڼه اخېستې نو د صوبو په اړه هم زیاتره مهمې پرېکړې، هغه که د تعلیم په برخه کې وي یا د صحت او که د صوبو مالي ستونزو، مرستو یا د کاروباري طبقي ستونزې او مرستې وي، وفاقي حکومت کړي دي یا یې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG