د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: ځینې هېوادونه خبریالان د کورونا وایرس وبا په اړه کار ته نه پرېږدي


یو پاکستانی خبریال د رسنیو ازادۍ ورځې په تړاو پر یوه پوسټر خپل نظر لیکي
یو پاکستانی خبریال د رسنیو ازادۍ ورځې په تړاو پر یوه پوسټر خپل نظر لیکي

د مې پر درېیمه په داسې حال کې د رسنیو د ازادۍ نړيواله ورځ لمانځل کېږي چې په مختلفو هېوادونو کې چارواکي د کورونا وايرس وبا په اړه خبرونه ورکوونکي خبریالان وېروي او ځوروي یې.

د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د مې پر دویمه د دې ورځې په مناسبت په بیان کې ويلي، د وبا په دې صورتحال کې بايد په ځانګړې توګه خبريالان ازاد وي چې څه ويني او اوري هغه رپورټ کړي او په ازادۍ خپل نظر ورکړي.

نوموړي زياته کړې، په داسې وخت چې بايد ټول حکومتي چارواکي د خپلواکه رسنیو تحفظ وکړي خو ځینې حکومتونه شته چې قصداً ناسم معلومات خپروي، کره او ګټور معلومات خپرېدو ته نه پرېږدي او پر خپلواکه خبريالانو محدوديتونه لګوي.

د ملګرو ملتوتو مشر انتونیو ګوتېرش هم منلې چې د وبا له کبله د ناسمو معلوماتو، د صحت په اړه زیان رسوونکې مشورې او ان د سازشي (توطیوي) نظريو خپرېدل زيات شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG