د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا مېشتې پاکستانۍ د سوات ښځینه روغتیاپالو سره مرسته وکړه


دا مرستې شاهین غزنوي کړي او د سوات ښځینه روغتیاپالې یې شکریه ادا کوي.
دا مرستې شاهین غزنوي کړي او د سوات ښځینه روغتیاپالې یې شکریه ادا کوي.

په امریکا کې مېشتې یوې پاکستانۍ مېرمنې د سوات د محکمه صحت ښځینه کارکونکیو ته د کورونا وایرس نه د خوندیتوب ماسکونه او ځانګړې جامې استولي دي.

دا مېرمن شاهین غزنوي نومېږي او دا ګام یې له هغې وروسته پورته کړی چې د اپرېل پر اوومه مشال راډیو او د پاکستان یو شمېر رسنیو چې پکې په انګریزۍ ژبه خپرېدونکې ډان ورځپاڼه هم شامله ده، راپورونه خپاره کړل چې د سوات د محکمه صحت ښځینه کارکوونکې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره وسایل او ضروري اوزار او جامې نه لري.

شاهین غزنوي په لاهور کې د خپلې خور نیلوفر افضل په لاس ۱۰۰ د ښې کوالېټۍ ماسکونه او ۵۰ جوړه جامې د سوات د روغتیا څانګې ښځینه وو کارکونکیو ته استولې دي.

د سوات د محکمه صحت یو چارواکي ډاکټر افضل عارف مشال راډیو ته وویل، دا ډېر د ستاینې وړ ګام دی:

"د محکمه صحت ښځینه کارکوونکې په سوات کې په کورونو ګرځي او د کورونا وایرس له وجې ناجوړه شویو او همدا رنګه د نورو بیمارانو سره مرستې کوي. حکومت هغوی له ځیني وسایل ورکړي هم دي خو هغه کافي نه دي، اوس چې دغه مرستې د خبریال نیاز احمد خان او فضل خالق په لاس راورسېدې نو موږ یې هرکلی کوو."

ډاکټر افضل عارف ته دغه مرستې د نیاز احمدخان او فضل خالق په لاس ورسېدې
ډاکټر افضل عارف ته دغه مرستې د نیاز احمدخان او فضل خالق په لاس ورسېدې

د فرصت شاه په نوم د صحت د محکمې یوې کارکوونکې مشال راډیو ته وویل، اوس به په ډاډه زړه خپل کار ته ځي:

"موږ خو کور په کور ګرځو او د بیمارانو حال معلوموو او ورته مشورې ورکوو. موږ ته دا هم ویل شوي چې که څوک په هرې بیمارۍ مړ کېږي نو معلومات به یې راټولوو. نو د حفاظتي لباس سره به په اسانه خپل کار جاري وساتلی شو."

فراصت او خالده وايي، کور په کور ګرځي او د بیمارانو د حال پوښتنه او درملنه کوي.
فراصت او خالده وايي، کور په کور ګرځي او د بیمارانو د حال پوښتنه او درملنه کوي.

د خالدې په نوم یوه بله روغتیاپاله وايي، هغوی د بیمارانو څنګ ته ورځي او د هغوی درملنه کوي چې له وجې یې د کوویډ - ۱۹ ناروغي هغوی او د هغوی کورنیو ته هم د تېرېدو وېره موجوده وي نو اوس چې حفاظتي وسایل یې ترلاسه کړي، خوشاله او مشکوره ده.

د سوات د محکمه صحت د چارواکو په وینا، کورونا وایرس ډېر په تېزۍ هلته په خپرېدو دی چې له وجې یې تراوسه ۲۱ کسان مړه شوي ۳۲۲ نور بیمار شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG