د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په نړۍ کې نږدې څلور مېلیونه کسان ویړجن کړي


په نړۍ کې د کورونا وایرس له وجې د بیمارو شویو کسانو شمېر څه کم څلورو مېلیونو ته رسېدلی دی.

جانز هاپکېنز پوهنتون چې په دې اړه معلومات خپروي، د مې پر نهمه یې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې تر اوسه په ګرده نړۍ کې ۳۹۴۰۸۶۶ کسان ویړجن شوي دي.

کورونا په امریکا کې نږدې ۱۲ لکه ۸۴ زره کسان نیولي او ۷۷ زره نه زیات یې وژلي دي. په دې ډول امریکا د هغو هیوادونو په سر کې ولاړه ده چې یاد وایرس پکې زیات خپور شوی او زیات کسان یې نیولي او وژلي دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې کورونا په هسپانیا کې نږدې ۲۲۳ زره، اېټالیا کې ۲۱۷ زره نه زیات او په برتانیا کې یې ۲۱۲ زره کسان نیولي دي.

د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي او ځینو هیوادونو خو په ازمیښټتی ډول د واکسینو او درملو په جوړولو هم کار پیل کړی دی. خو روغتیا پالان وايي، تر هغې چې د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه کوم اعلان نه وي کړی خلکو له پکار دي چې په خپل سر دې دوا نه خوري، په کور دننه دې پاتې شي، ټولنیز واټن دې مراعت کړي او د صفایۍ خیال دې وساتي.

د نړۍ اکثرو هیوادونو د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند اعلان کړی دی چې له وجې یې د خلکو ژوند او کار اغېزمن شوی خو د کارپوهانو په وینا د وایرس په مخنیوي کې دې اقدام مثبته نتیجه ورکړې ده.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG