د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي


نړیوال بانک
نړیوال بانک

نړیوال بانک د مې پر نهمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پیسې د کورونا وایرس په کنټرول، مدیریت او افغانستان کې د اداري اصلاحاتو په لارو چارو لګول کېږي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر رییس هينرالي کرالي ویلي، دغه مالي مرسته د دې ښکارندویي کوي چې نړیوال بانک د کوويډ ۱۹ خپرېدو په دې سختو شرایطو کې او تر دې ور هاخوا له افغانانو څخه په دوامداره توګه ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، تمه ده چې افغان حکومت په دې مرستو سره بېلا بېلو سکټورونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي او د کورونا وایرس د خپرېدو له امله په کورنيو عوایدو کې راغلی کموالی په ښه توګه مدیریت کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG