د لاسرسي ځای

تازه خبر

دویم جهاني جنګ: اروپايي هیوادونه د نازیانو پرضد د بریالیتوب ورځ لمانځي


د مې پر نهمه اروپانيي هیوادونه د نازیانو پرضد د بریالیتوب ورځ لمانځي

د مې پر نهمه اروپايي هیوادونه په دویم جهاني جنګ کې د نازیانو پرضد د بریالیتوب ورځ لمانځي.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځلې کېږي چې په اروپا کې کورونا وایرس له ۱۴۶۰۰۰ څخه ډېر وژلي دي، او په ډېرو اروپايي هیوادونو کې غونډې ځنډول شوي دي.

په برلن کې د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل او ولسمشر فرانک والټر شټیمیر د هغه خلکو په قبرونو ګلونه کېښودل چې ۷۵ کاله وړاندې نازیانو وژلي وو.

د بریتانیې ملکه الزیبته به نن د بریالیتوب د ورځې په مناسبت قام ته په ټېلېویژن وینا کوي.

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون په پیرس کې یو لمانځغونډې ته په داسې حال کې وینا کړی چې د کورونا مخنیوي لپاره ټول هیواد تړل شوی دی.

په فرانس کې تراوسه د کورونا وایرس له کبله ۲۶۰۰۰ کسانو ژوند بایللی دی.

بلخوا روسیې ټولبند له کبله یوې لوی پوځي پریډ د کال تر پای پورې ځنډولی دی.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG