د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولبند نرمول باید په پام وشي: ګبریاسوس


د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي که چېرې هېوادونه د کورونا وایرس له کبله د لګول شویو بندیزونو نرمول په ډېر احتیاط او منظم ډول ترسره نه ‌کړي، د بندیزونو د بېرته پیلېدو خطر شته.

د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس د مې پر شپږمه د ځینو اقداماتو لېست وړاندې کړ چې هېوادونه‌ یې باید د قرنطین د لیرې کولو او یا نرمولو لپاره په پام کې ونیسي.

په دې اقداماتو کې د څارنې کنټرول او د روغتیایي سیستم چمتووالی هم شامل دي.

نوموړي په جنوا کې یوې غونډې ته دا هم وویل چې ترڅو د کورونا وبا ختمه شوې نه‌ وي، په عادي ډول کارونو ته بېرته ورتګ ممکن نه ‌دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر پر روغتیایي سیستم پانګونې ټینګار وکړ.

په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وایرس د خپرېدو اندازه او ورسره د مرګونو شمېر کم شوی دی.

له همدې امله اکثرو اروپايي هېوادونو لګېدلي محدودیتونه په تدریجي شکل راکم کړي او لا هڅې کوي چې اغېزمنې برخې سمې کړي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۳۷ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر دوه لکه ۶۳ زره زيات ورڅخه مړه شوي او تر ۱۲ لکه زيات بېرته رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG