د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر غښتلي کولو لپاره قطر، هند او پاکستان ته د خلیلزاد سفر


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو د هڅو په ترڅ کې په دوحه کې له طالبانو او په اسلام‌اباد او نوې ډېلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو او په اسلام‌اباد او نوې ډېلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د شخړو د کمېدو او د بین‌الافغاني خبرو د ملاتړ لپاره فشارونه زیات کړي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي خلیل‌زاد سیمې ته دا سفر د سې شنبې په ورځ پیل کړی دی او د طالب سرچینو له مخې هغه له ملا برادر سره لیدلي دي دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخکې دا به د اپرېل له ۱۲مې وروسته سیمې ته د ښاغلي خلیل‌زاد دوهم سفر وي او هغه داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو له‌خوا د حملو زیاتوالي او په دې هېواد کې د کرونا خپرې شوې وبا د نوموړي هغه هڅې زیانمنې کړې چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې مخ ته وړي.

د اعلامیې له مخې ښاغلی خلیل‌زاد به د قطر پلازمېنې دوحه کې چې هغه د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی، د طالبانو له استازو وغواړي چې شخړې کمې کړي، بین‌الافغاني خبرو ته اماده شي او په افغانستان کې د کرونا له وبا سره مبارزره کې همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیل‌زاد به پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې تړون بشپړ عملي کړي.

د روېټرز د راپور له مخې په نوې ډېلي کې به چې د افغانستان د حکومت مهم ملاتړی دی، د سولې په ټپه درېدلې پروسه کې د هند پر رول خبرې وکړي او په اسلام‌اباد کې به هم له پاکستاني چارواکو سره د دغه بهیر د پرمختګ په اړه وغږېږي.

روېټرز د امریکایي چارواکو له قوله وایي، پاکستان د دې لپاره له لسیزو راهیسې په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره پټن‌ځایونه برابر کړي او د هغوی نه‌یې نور ملاتړ کړی چې پر کابل د خپل زاړه دښمن، هند د نفوذ د زیاتوالي مخه ډب کړي، خو پاکستان د طالبانو د ملاتړ ادعاوې ردوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون له مخې باید د افغانستان حکومت او طالبانو شپږ زره بندیان د مارچ تر ۱۰مې نېټې مخکې چې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره ټاکل شوې وه، خوشې کړي وی.

کابل د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبانو هم د حکومت زر تنه، خو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شوي چې د بین‌الافغاني خبرو پیلېدل وځنډېږي.

بله مسئله چې د روېټرز په لیکنه د دغه بهیر د پیلېدو په وړاندې یې خنډ رامنځته کړی هغه د افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه د انتخاباتي مهم سیال پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو دوام دی.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم

ولسمشر غني چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ګټونکی اعلان کړی، د ولسمشرۍ د بلې دورې لوړه وکړه، خو د هغه سیال عبدالله هم په هماغه ورځ د ده په وینا د یوه "ټول‌شموله ولسمشر" په توګه لوړه پر ځای کړه.

د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره کورنیو او نړیوالو هڅو تر اوسه د پام وړ نتیجه نه‌ده ورکړې.

د روېټرز په لیکنه د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون شوی، وسله‌والو طالبانو څه باندې څلورنیم زره حملې کړې دي.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

ډېرې حملې هم په هغو ولایتونو کې شوي چې د کرونا یا 'کووېډ-۱۹' خپرې شوې ناروغۍ ډېر ځپلي دي.

طالبان د شخړو د زیاتوالي ملامتي د افغانستان پر حکومت او متحده ایالاتو اچوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG