د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم ښکېل ګڼ وګړي افغانستان ته پرېښودل شول


پر تورخم بند پاتې افغان وګړي
پر تورخم بند پاتې افغان وګړي

د خیبر یو انتظامي چارواکي خپل نوم نه ښودو په شرط مشال ریډیو ته ویلي چې د تیرو اتو ورځو راهیسې په لنډي کوتل کې جمع شوي په سلګونه افغان وګړي په تورخم دروازه افغانستان ته واوړیدل.

دوی وایي، امنیتي ځواکونو د انساني همدردی په بنیاد ورته ځانګړې اجازه ورکړه او دوی یې پرېښودل، دغه کسان په جوماتونو او مارکیټونو کې دېره شوي ول او له سختو مشکلاتو سره مخامخ ول.

دغه کسان په تورخم دروازه په لیکو کې افغانستان ته په ځنډ ځنډ واوښتل.

د بغلان عبدالهادي کاکړ وایي: ((په پنجاب کې مې د کریم چاټ دوکان دې او وس غواړم افغانستان ته لاړ شم،لس میاشتې وشوې کور ته نه یم تلی، دلته په لنډي کوتل کې مې اووه ورځې تیرې کړې ډير مشکل سره مخ یو.))

نجیب الله وایي: (( خرچې راسره ختم شوي باید مونږ لپاره تورخم دروازه خلاصه کړي، میرمنې او ماشومان دي راسره ډير ناروغان دي.))

محمد نور وایي: ((دلته ډير کسان جمع کیږي باید افغان وګړي پریښودل شي ځکه دلته ګڼه ګوڼه ده او د وایرس خپریدو خطر دې پکار ده هره ورځ پریښودل شي.))

د تورخم دروازه د مارچ په ۱۶ نیټه د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تړل شوې وه.

د اپریل شپږمې نه تر نهمې د افغان وګړو لپاره خلاصه کړل شوې وه او په زرګونه افغان وګړي پرې افغانستان ته اوښتي وو،خو اوس هره ورځ د پاکستان نورو برخو نه نور افغان وګړي هم په دې تمه لنډي کوتل ته راځي چې هلته به واوړي خو چارواکي وایي تر څو ورته د حکومت له خوا خپله ورځ نه وي ښودل شوې نو باید دوی د پیښور نه تورخم په طرف را نه شي چې بیا د مشکلاتو سره مخ نه شي.

چارواکي وایي د پاکستان کورنو چارو وزارت د امر مطابق یوازې خالي په ورځ افغان وګړي پرې افغانستان ته اوړیدې شي او پینځه ورځې یاني ګل نه د جمعې پورې به پرې تجارتي هلې ځلې روانې وي او ټرانزټ ټریډ کارګو ګاډي پرې افغانستان ته مالونه وړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG