د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د کورونا وړجنو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسېد


په افغانستان کې له کرونا ویروسه ۳۴۵ تنه روغ شوي.
په افغانستان کې له کرونا ویروسه ۳۴۵ تنه روغ شوي.

​د افغانستان عامې روغتیا وزارت​ وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ ته ورسېد.

د دغه وزارت مسؤلین وایي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس تازه ۲۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۴» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېرو ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' اخته ۱۲ کسان مړه شوي هم دي.

وحید مایار
وحید مایار

ښاغلی مایار زیاتوي: "تل مو ګواښ ورکړی چې د اوج ټکي ته نږدي یو او مړینه مو هم مخ په زیاتېدو ده، پرون په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته ۱۲ کسان مړه شول له دې ډلې ۳ غزني، ۲ بلخ، ۱ ننګرهار، ۲ فاریاب، ۱ کندز، ۲ پروان او ۱ یو هم په بامیانو کې و."

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته ۲۷۰۴ کسانو له ډلې تر اوسه ۸۵یې مړه او ۳۴۵ نور روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند په کابل کې د کرونا ویروس د پېښو د ډېرېدو په تړاو اندېښه حرګنده کړه، هغه وویل چې د کابل ښار ۵۰۰ ښاریانو څخه د ناڅاپي تسټ په لومړنۍ نتیجه کې ۲۶۰ مشکوک او د وروستیو پایلو په نتیجه کې ۶۰ کسان په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته پېژندل شوي.

خو په ورته وخت کې په کابل کې د ګرځ‌بندیز له امله په ښار کې په بېلابېلو چارو بوخت کارګران له سختو ستونزو سره مخ دي.

شېر محمد چې د پل محمود خان په یوې څڼده کې خپلې تشې کراچۍ ناست، خاموش او په فکرونو کې ډوب دی وايي، د قرنطین له پیل څخه تر دې اوسه چې نږدې میاشت ورنه اوړي له حکومت څخه یوازې درې نیم منه غنم ترلاسه کړي دي او دا وضیعت ورته نور د زغملو نه‌دی.

د اته کسیزې کورنۍ یوازني پالونکي شېر محمد ازادي راډیو ته وویل: "که قرنطین ادامه پیدا کړي، دوی اړ دي چې یا موږ سره مرسته وکړي او یا مو حلال کړي. کرونا به مو ونه‌وژني، خو لوږه به مو ووژني."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د کابینې د تازه پرېکړې پر بنسټ کابل ښار کې د ګرځ‌بندیز موده د روژې میاشتې تر اخره پورې غځېدلې ده.

کابل ښار
کابل ښار

د کابل والي محمد یعقوب حیدري ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې پر بنسټ دا موده غځېدلې ده.

د کابل والي وايي: "د عامې روغتیا وزارت د اندېښنې او تحلیلونو پر بنسټ کابینې څخه غوښتنه وشوه چې همدا موده قرنطین د روژې میاشتې تر پایه وغځېږي، په همدې اساس وغځول شوه."

کابل والي زیاته کړه چې د قرنطین د مودې د غځولو او یا هم په ګرځېدو باندې د محدودیتونو کمولو په اړه به وروسته له روژې د شرایطو په پام کې نیولو سره پرېکړه وشي.

XS
SM
MD
LG