د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د بېروزګاره خلکو د مالي مرستو پروګرام پرانیست


د وبا مخنیوي لپاره د پاکستان بازارونه او کاروبارونه تړلي دي
د وبا مخنیوي لپاره د پاکستان بازارونه او کاروبارونه تړلي دي

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره د ټولبند (لاکډاون) په نتیجه کې د بېروزګاره شویو کسانو د مالي مرستې پروګرام پرانیستی دی.

عمران خان د مې پر دویمه په خپل دفتر کې د احساس پروګرام په نوم د له پروژې سره سم، د بېروزګاره کسانو د نوملیکنې لپاره د ځانګړې ووبپاڼې د پرانیستو غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل چې هر بېروزګاره کس ته ۱۲،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

نوموړي دا هم وویل چې حکومت د تعمیراتي ترڅنګ د وړې او لویې کچې د صنتعونو د بیاپرانیستو پرېکړه کړې چې خلک بېروزګاره نشي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس تازه پېښې دلته وګورئ

په عین وخت کې په پاکستان کې د کورونا وایرس د وړجنو شمېر ۱۹،۱۰۳ ته رسېدلی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د مې تر درېیمې په هېواد کې کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۴۴۰ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات یعنې ۱۷۲ یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول.

ووبپاڼه وايي، په سیند کې ۱۲۲، په پنجاب کې ۱۲۰ او په بلوچستان کې ۱۹ کسان له ناروغۍ مړه شوي دي.

هلته په بلوچستان کې د الخدمت فاونډېشن په نوم یوه خیریه بنسټ د وایرس مخنیوي په موخه پر جوماتونو، امام بارګاهو او د لږکیو پر عبادتځایونو مېکروب (جراثیم) وژونکې دوا پاشل پیل کړي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د مارچ تر نیمايي وروسته کاروبارونه تړلي دي چې له وجې یې د سوداګرانو او ولس د مالي ستونزو ښکار دي خو حکومت وايي، د اقتصادي مسلو حل ته ژمن دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG